د چین د ریل پټلۍ /مسافر جریان/ریکارډ
ایډي: 8406454
نېټه: د دسمبر 4، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او پنځه ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-12-04 06:13
وروستی سمون: 2024-12-04 06:16
بشپړ خبر
د چین د اورګاډو ملي ادارې خبر ورکړی چې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې د دغه هېواد د اورګاډو له لارې د مسافرو شمېر ۴ میلیارده کسانو ته رسېدلی او دا په دې موده کې تر ټولو لوړه کچه بلل شوې ده.
د چین د اورګاډو دولتي شرکت په یوه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو، ویلي چې دا لومړی ځل دی چې کلنی لېږد له ۴ میلیارده څخه زیات شوی، چې دا د خلکو مخ پر زیاتېدونکې اړتیا ښيي.
په راپور کې زیاته شوې چې په لومړیو ۱۱ میاشتو کې د چین په ټولیزه توګه د مسافرینو د لېږد تقریباً نیمایي برخه د اورګاډو له لارې وه، چې دا د مسافرو شمېر او د هغوی د سفر فاصلو پر بنسټ محاسبه شوی دی.
همداراز، د سرحدي مسافرو سفرونه هم د اورګاډو له لارې په پام وړ توګه زیات شوي دي. د ګوانګ ژو، شینجيانګ، او هانګ کانګ د لوړ سرعت اورګاډو لړۍ د ۲۴.۳۵ میلیونه مسافرینو سفرونه ثبت کړي دي، چې د تېر کال په پرتله ۳۷.۲ سلنه زیاتوالی ښيي، دغه راز د چين او لاوس اورګاډي د پولې په اوږدو کې ۲۴۹۰۰۰ کسانو سفرونه بشپړ کړي دي.