د لغمان ولایت د مهترلام ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په ښار کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳ پراختیایي پروژو چارې بشپړې شوې دي. د مهترلام ښاروالۍ مسوولین وایي، چې دغه پروژې د ښاروالۍ له پراختیايي بودیجې پلې شوې، چې په کې د یوه فرعي سړک جوړول، د کابل ـ جلال آباد عمومي هډې لپاره دېوال جوړول، او د موټرو د تم ځای لپاره د سایبان جوړول شامل دي. ورته مهال د یاد ولایت مسافرین او موټر چلونکوونکي د ښاروالۍ له کړنو هرکلی کوي او وایي چې په هډه کې د سایبان، سړک، او احاطوي دیوال په جوړېدو سره ورته ګڼې اسانتیاوې برابرې شوې دي.