د چین بهرنیو چارو خبرتیا/سوریه/ سپارښتنه
ایډي: 8406203
نېټه: د دسمبر 2/نومبر 29/27، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او شپږ دېرش ثانیې
سرچینه: (CCTV) او (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-12-02 01:25
وروستی سمون: 2024-12-02 04:04
بشپړ خبر
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان ویلي، په سوریه کې دې مېشت چینايي وګړي د اوسني حالت په نظر کې نیولو سره د خونديتوب ځانګړي تدابیر ونیسي.
نوموړي دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ په بېجینګ کې د یوې خبري ناستې پر مهال د رسنيو د يوې پوښتنې په ځواب کې چې ايا چين له سوريې څخه د خپلو اتباعو د ایستلو پلان لري که نه ، وکړې.
لین وویل، چې په سوریه کې امنیتي وضعیت د بدلون په حال کې دی، او په دې اړه په دغه هېواد کې د چین سفارت د خونديتوب خبرتیاوې خپرې کړې دي او سیمهییز حالات له نږدې څاري. هغه زیاته کړې چې د سوریې له حکومت غوښتنه شوې چې د چینايي وګړو او بنسټونو د امنیت د ساتنې لپاره اغېزمن اقدامات ترسره کړي.
هغه دغه راز ویلي چې په سوریه کې دې مېشت چینايي وګړي د اضافي خوندیتوب تدابیر ونیسي او ژر تر ژره دې خوندي سیمو ته لاړ شي او په بېړنیو حالاتو کې باید د مرستې لپاره د چین سفارت سره اړیکه ونیسي.