د چین- اروپایي اتحادیه /
ایډي: 8405942
نېټه: د نومبر 30، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او نهه ثانیې
سرچینه:(CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-11-30 09:52
وروستی سمون: 2024-11-30 10:31
بشپړ خبر
په اروپایي اتحادیه کې د چین ماموریت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی د اروپایي پارلمان له خوا د تېرې پنجشنبې په ورځ د هانګ کانګ ځانګړې اداري سیمې اړوند حقوقي قضیو په اړه تصویب شوی پرېکړه لیک په کلکه غندي او ورسره خپل مخالفت څرګندوي.
د دغه هېواد یوه لوړپوړي چارواکي د رسنیو د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، سره له دې چې هېواد یې ورسره مخالفت کړی و، خو بیا هم اروپایي پارلمان د هانګ کانګ په اړه هغه پرېکړه لیک تصويب کړ چې په کې د چین د ولسي جمهوریت د ملي امنیت د ساتنې قانون په هانګ کانګ کې بې بنسټه تبصرې کړې وې او د هانګ کانګ د قانون حاکميت يې په کلکه غندلی و. چین دا پرېکړه په کلکه غندي او ورسره سخت مخالفت څرګندوي.
دغه لوپوړي چارواکي ټینګار وکړ چې هانګ کانګ د چین برخه ده او د هانګ کانګ مسایل یوازې د چین په کورنیو چارو پورې اړه لري. هغه وویل چې د چین حکومت په ملي حاکمیت، امنیت او پراختیا کې د خپلو ګټو د ساتنې لپاره پیاوړی هوډ لري، او د هر بهرني فشار او ځواک لخوا د هانګ کانګ په چارو کې له مداخلې سره مخالف دي.