شنبه, مارچ 7, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

چين ژمنه کړې چې د نړيوال صنعتي او اکمالاتي ځنځیرونو ثبات به تامين کړي

STR NEWS by STR NEWS
نوومبر 26, 2024
1 0
0
چين ژمنه کړې چې د نړيوال صنعتي او اکمالاتي ځنځیرونو ثبات به تامين کړي
1
SHARES
5
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8405313.webm

د چین – نړیوال اکمالاتو سلسله

ای ډي: 8405313

نېټه: د نومبر 25، 2024

ځای: چین

موده:دوه دقیقې او یوه ثانیې

سرچینه: (CCTV)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 25-11-2024 04:44

وروستی سمون: 2024-11-25 07:03

بشپړ خبر

د چین لومړي وزیر لي چيانګ ویلي، چې هېواد به یې د نړیوالو صنعتي او اکمالاتي سلسلو د باثباته او بې خنډه تامین لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

نوموړي دغه څرګندونې د دویم چین نړیوال اکمالاتي ځنځیر نندارتون د ګډونوالو شرکتونو او سازمانونو استازو سره د غونډې په ترڅ کې وکړې. په پام کې ده چې دغه نندارتون به د سې شنبې څخه تر راتلونکې شنبې پورې په بېجینګ کې ترسره شي.

په یاده غونډه کې ټولو استازو په دې موافقه وکړه چې د چين اقتصاد د نوښت او د سوداګرۍ د ښه چاپيريال لپاره د دوامدارې روحيې په لرلو سره د باثباته پرمختيا ښه سرعت ساتي.

دوی د چين پر اقتصاد پوره باور څرګند کړ او ويې ويل چې بهرنۍ تصدۍ او سوداګریز شرکتونه د پانګونې د پراخولو او په چين کې د لا زيات پرمختګ په لټه کې دي.

ښاغلي لي چيانګ د ګډونوالو د ویناوو له اورېدو وروسته وویل، چې د تېرو څو لسیزو په ترڅ کې د اقتصادي نړیوال کېدو پراختیا سره، د نړیوالو صنعتي او اکمالاتي سلسلې په تدريجي ډول پراخې شوې چې دې پراختیا نړۍ ته چټک اقتصادي وده ورکړې او ټولو اړخونو ته یې ګټې رسولې دي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام سره وویل، چې دا ټول د دې څرګندونه کوي چې د کار تقسیم او د خواوو ترمنځ همغږي د ټولنیز پرمختګ لپاره اړین دي. هغه زیاته کړه چې مؤثر اقتصادي جریان د تولیدي عواملو د روان بهیر پورې تړلی دی. لي چیانګ ټینګار وکړ چې جلاوالی هېڅ ګټه نه لري او نه یې کومه مثبته پایله ترلاسه کوي. نوموړي وویل چې ورخلاصون یوازینۍ سم لاره ده چې ټولنې ته پرمختګ او بریا راوړی شي

لي وویل په داسې وخت کې چې نړۍ اقتصاد په کمه کچه وده کوي، تر ټولو مهمه دا ده چې پوه شو نړیوال صنعتي او اکمالاتي ځنځیرونه د نړۍ اقتصاد لپاره څومره اړین دي.

ښاغلي لي د صنعتي او اکمالاتي ځنځیرونو د همکارۍ پیاوړتیا لپاره د پراخې اجماع د رامنځته کولو غوښتنه وکړه. هغه وویل چې باید د هر ډول ګډوډۍ او جلاوالي پر ضد مبارزه وشي او د نړیوالو صنعتي او اکمالاتي ځنځیرونو ثبات باید ډاډمن شي.

نوموړي دغه راز وویل چې چین د نړیوالو صنعتي او اکمالاتي ځنځیرونو یوه مهمه برخه ده. هغه زیاته کړه چې د روان ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې د چین اقتصاد په عمومي توګه ثابت، سالم او پرمخ روان دی.

هغه ژمنه وکړه چې د اقتصاد د ثبات لپاره به خپلې هڅې جاري وساتي، نوې د ودې سرچینې به رامنځته کړي او د عصري صنعتي سیستم پرمختګ ته به هم سرعت ورکړي چې دې سره به چین وکولی شي د نړیوالو صنعتي او اکمالاتي ځنځیرونو په همکارۍ کې لویه مرسته وکړي او د نړۍ اقتصادي بیا رغونه ته هم وده ورکړي.

 لي چيانګ وویل چې هغه هیله لري چې شرکتونه به د نړیوالو صنعتي او اکمالاتي ځنځیرونو ملاتړ وکړي او په فعاله توګه به وده ورکړي. هغه زیاته کړه چې شرکتونه باید د اقتصادي نړیوال والي لپاره خپل ملاتړ جاري وساتي او په صنعتي او اکمالاتي ځنځیرونو کې نوښت په ځانګړي توګه زرغون بدلون ته ځانګړې هڅې وکړي، څو دغه ځنځیرونه نور فعال، پیاوړي او مؤثر شي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده
وروستی خبرونه

القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

مارچ 7, 2026
غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي
وروستی خبرونه

غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

مارچ 7, 2026
ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو
وروستی خبرونه

ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

مارچ 7, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved