جاپان-چین/زرغون پراختیا
ایډي: 8403168
نېټه: د نومبر 9، 2024
ځای: جاپان
موده: ۵۲ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-11-10 11:14
وروستی سمون: 2024-11-10 13:48
بشپړ خبر
چین او جاپان موافقه کړې چې د انرژۍ د سپمولو او چاپېریال ساتنې په برخه کې به خپلې همکارۍ لا نورې هم پیاوړې کړي.
دغه هوکړه د شنبې په ورځ د جاپان په توکيو ښار کې د انرژۍ او چاپېريال ساتنې په اړه د چين او جاپان په ١٧م جامع فورم کې اعلان شوه.
دغه فورم د چين د ملي پرمختګ او اصلاحاتو کمېسيون، د سوداګرۍ وزارت، د جاپان د اقتصاد، سوداګرۍ او صنايعو وزارتونو (METI) او د جاپان- چين اقتصادي ټولنې په ګډه کوربه توب سره جوړ کړی و.
چين او جاپان دواړو د انرژۍ او چاپېريال ساتنې په برخو کې د همکارۍ د ژورتيا، د زرغون او کم کاربن خپراوي ټېکنالوژۍ په برخه کې د همکارۍ د پياوړتيا، دغه راز د اقليمي بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره د همکارۍ د پياوړتيا او د نړيوال او سيمه ييز زرغون او کم کاربن خپراوي پرمختګ لپاره هم خپله لېوالتيا څرګنده کړې ده.
د یاد فورم په جریان کې د دواړو هېوادونو څه باندې ۸۰۰ ګډونوالو برخه اخیستې وه او په پنځو فرعي فورمونو کې یې ۲۷ د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړل.
د یادونې وړ ده چې دغه فورم له ۲۰۰۶ کال راهیسې په برياليتوب سره ١٧ ځلې تر سره شوی چې موخه يې د انرژۍ سپمولو، د چاپېريال ساتنې او د زرغون پرمختګ په برخو کې د چين او جاپان ترمنځ د همکارۍ پياوړتيا ده، چې تر اوسه پورې پکې شاوخوا ۴۵۷ د همکارۍ پروژې لاسلیک شوې دي.








