یکشنبه, مارچ 8, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

د چین روان وارداتي نندارتون کې تراوسه د ۵۱۵.۳۷ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک شوي

STR NEWS by STR NEWS
نوومبر 10, 2024
3 0
0
د چین روان وارداتي نندارتون کې تراوسه د ۵۱۵.۳۷ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک شوي
5
SHARES
18
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8403041.webm

د چین /د لاسلیک کولو مراسم

ای‌ډي: 8403041

نېټه: د نومبر 5-9، 2024

ځای: چین

موده: یوه دقیقه او اوه پنځوس ثانیې

سرچینه: (CCTV)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-11-09 12:37

وروستی سمون: 2024-11-09 14:14

بشپړ خبر

د چين د اوومې دورې روان نړيوال وارداتي نندارتون (CIIE) کې د چین او نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د شرکتونو ترمنځ تړونونه لاسلیک شول، چې د چيني او بهرنيو شرکتونو ترمنځ د همکارۍ لپاره یې يو ګډ پلاټفورم برابر کړی دی.

د یاد نندارتون (CIIE)  په ترڅ کې د شانګهای سوداګریز ګروپ د لوی پرچون پلورونکي اتحاد لپاره د جمعې په ورځ د تړونونو د لاسلیک مراسم هم ترسره شول.

په دې غونډه کې د ۲۶ پروژو تړونونه په مستقیم ډول لاسلیک شول او د ۵۶ نورو پروژو لپاره د خوراکي توکو، مصرفي توکو او طبي وسایلو په برخو کې هم تړونونه وشول، چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا ۵۱۵.۳۷ میلیونه امریکایي ډالرو ته رسېږي.

د بايليان ګروپ مرستيال شي شياو لونګ وايي، موږ هيله لرو چې دوه اړخيز مشارکت به چين ته د لوړ کيفيت لرونکو توکو راوړلو کې مرسته وکړي. زموږ موخه دا ده چې د چين د نړيوال وارداتي نندارتون له لارې لوړه شته عرضه د مصرف کوونکو په زيات لګښت بدله کړو.

بایلیان ګروپ یو لوی دولتي شرکت دی چې د پلورځیو، لویو مغازو، آنلاین سوداګرۍ او لوژستیک برخې مصرفوونکو ته خدمتونه او نور ډېر فعالیتونه ترسره کوي.

په دې غونډه کې د یوه بهرني شرکت استازي وویل، دا د خوښۍ ځای دی چې نن دلته یم په راتلونکي کې هم ګډ کار کولو ته سترګې په لار یو. موږ خوشاله یو چې د خپلو شریکانو سره همکاري وکړو او بازار ته غوره محصولات راوړو.

د یادونې وړ ده چې سږ کال د شانګهای د سوداګرۍ ګروپ د دولتي شتمنیو څانګې ۱۳۶ پېرود  غوښتنو په ترلاسه کولو سره چې ټولټال یې ۲.۸۴ میلیارده امریکایي ډالر کېږي یو نوی ریکارډ جوړ کړ.

دغه راز په یاد نندارتون کې اوو شرکتونو د ۱۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو څخه زیات د پېرود غوښتنې هم کړې وې.

په شانګهای کې د لينګانګ ګروپ د مالي چارو ریيس (CFO) يانګ جينګ وايي، موږ باور لرو چې دا بهیر په لوړه کچه دی. هغه شرکتونه چې له موږ سره یې تړونونه لاسلیک کړي، د دوی له چلند څخه ډېر خوښ دي، چې په راتلونکي کې یې د همکارۍ د دوام ژمنه پیاوړې کړې ده.

لينګانګ ګروپ په شانګهای کې مېشت یو لوی شرکت دی چې د پانګې اچونې په وده، د صنعتي پارکونو چارې، سوداګرۍ ته د مسلکي خدماتو چمتو کولو او په تخنیکي صنعتونو کې په پانګونې تمرکز کوي.

دغه نندارتون چې د یکشنبې تر ورځې پورې دوام کوي، د ۱۲۹ هېوادونو او سیمو څخه یې څه باندې ۳۴۹۶ کاروباریان راجلب کړي دي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده
وروستی خبرونه

القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

مارچ 7, 2026
غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي
وروستی خبرونه

غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

مارچ 7, 2026
ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو
وروستی خبرونه

ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

مارچ 7, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved