د چین دولتي ملکیتونه/۲۰۲۳
ایډي: 8402651
نېټه: د نومبر 5، 2024 / فایل
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او نهه ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-11-07 21:33
وروستی سمون: 2024-11-07 21:37
بشپړ خبر
د چین د دولتي شورا د یوه راپور له مخې، چې د سه شنبې په ورځ د دغه هېواد د ملي شورا د دایمي کمېټې د غونډې د بحث پر مهال وړاندې شو، پکې راغلي چې د دغه هېواد د دولتي تصديو د شتمنيو ټوليزه اندازه د تېر ۲۰۲۳ کال په پای کې ۵۲.۳۷ تریلیونه امریکایي ډالرو ته رسېدلې وه چې اوس هم ثابته پاتې ده.
د تېر کال په پای کې د دغه هېواد د دولتي مالي شرکتونو ټولیز انډول ۳۰.۶ تریلیونه یوانه و، دغه راز د دولتي سوداګریزو شرکتونو د مالي شتمنیو اندازه یې بیا ۴۴۵.۱ تریلیونه یوانه وه، په داسې حال کې چې د دولتي ادارو د شتمنیو اندازه یې بیا ۶۴.۲ تریلیونه یوانو ته رسېدلې وه.
د یاد راپور له مخې، د دولتي ځمکو ټول مساحت ۵۲۳.۷۱۴ میلیونه هکتاره و چې په ټول کال کې د اوبو د سرچینو مجموعي اندازه شاوخوا ۲,۵۷۸.۲۵ میلیارد متر مکعبه ته رسېدلې وه.
په دې راپور کې ویل شوي چې چین به د دولتي تصدیو د اصلاحاتو د پیاوړتیا لپاره، د اقتصادي ودې د ملاتړ په موخه د دولتي مالي پانګې وړتیا ښه کړي. همداراز به په دولتي ادارو کې د شتمنیو مدیریت پیاوړتیا او د طبیعي زېرمو د شتمنیو اداره کولو نظام اصلاح کولو ته دوام ورکړي. سربېره پر دې چین به د دولتي شتمنیو د راپور ورکولو سیسټم هم ورسره ښه کړي.