د چین د بهرنیو چارو وزارت خبرتیا/CIIE
ای ډي: 8402340
نېټه: د نومبر 5، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او نهه ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-11-05 00:53
وروستی سمون: 2024-11-05 04:06
بشپړ خبر
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ یوې خبري ناستې ته ویلي، چې د چين نړيوال وارداتي نندارتون له نورو هېوادونو سره د همکارۍ او ورخلاصون د پياوړتيا په لور يو مهم ګام ګڼل کېږي.
د چين نړيوال وارداتي نندارتون (CIIE) چې په نړۍ کې لومړنی لوی نندارتون دی د وارداتو پر تمرکز ترسره کېږي، د “نوې دورې، ګډې راتلونکې” تر سرلیک لاندې اووم نندارتون يې د نومبر له ۵ څخه تر ۱۰ پورې دوام کوي او په دې کې د ۱۵۲ هېوادونو، سيمو او نړيوالو سازمانونو ګډون کوونکي شامل دي.
په دغه سوداګریز نندارتون کې د ۱۲۹ هېوادونو او سيمو شاوخوا ۳۵۰۰ نندارچيان او ۵۰۰ د نړۍ مخکښ شرکتونه ګډون لري.
نوموړې د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړې چې دغه نندارتون د ورخلاصون او همکارۍ د پياوړتيا لپاره د چين لپاره يو مهم ګام دی او په تېرو اوو کلونو کې يوه تګلاره ګرځېدلې چې خپل نوی پرمختيايي موډل نندارې ته وړاندې کړي او په لوړه کچه خلاصون ته وده ورکړي، چې د ګډ نړيوال پرمختګ په اړه د چين ژمنتيا ښيي. نوموړې وايي ورخلاصون د چين لپاره يوه اساسي تګلاره ده او له نړيوالو بدلونونو سره سره چين د ورخلاصون پراخولو او له نړۍ سره يو ځای کېدو ته ژمن دی. نوموړې ویلي، چين چمتو دی چې د پرانيستي نړيوال اقتصاد د جوړولو لپاره له ټولو هېوادونو سره ګډ کار وکړي.