انګولا، چین په مرسته د اوبو رسولو پروژه / تحویلي
ایډي: 8402238
نېټه: د نومبر 4، 2024
ځای: انګولا
موده: یوه دقیقه او شپږ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو
خپور شوی: 2024-11-04 10:52
وروستی سمون: 2024-11-04 14:24
بشپړ خبر
د چین له لوري د اوبو رسولو پروژه د دوشنبې په ورځ په رسمي ډول د مرکزي افریقا انګولا هېواد حکومت ته وسپارل شوه، چې تمه کېږي دا پروژه به د یاد هېواد په کابیندا ولایت کې له شپږ سوه زره څخه زیاتو خلکو ته ګټه ورسوي.
د اوبو رسولو دغه پروژه چې له ۲۰۱۷ کال راهیسې د چین د ریل پټلۍ ۲۰م بیورو ګروپ کارپوریشن (CR20) لخوا یې چارې پیل شوې وې، د انګولا په کچه هغه ستره پروژه ده چې په دغه ولایت کې د خلکو د ژوند د ښهوالي لپاره تمویل شوې او د هېواد تر ټولو پرمختللی او عصري د اوبو رسولو سیسټم ګڼل کېږي.
ویل کېږي د دغه هېواد په کابیندا ولایت کې خلکو د کلونو لپاره د محدودو زېربناوو له امله د اوبو له سخت کمښت سره مخ وو، او د خپلو ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې د اوبو رسولو لاریو باندې تکیه کوله.
د اوبو رسولو د پروژې مدیر یوان ژوفینګ وايي، تمه کېږي دا پروژه به د سیمې د اوبو د کمښت په حل کې مرسته وکړي او ډېرو کلیوالو ته به د لومړي ځل لپاره د نل اوبو ته مستقیم لاسرسی برابر کړي.
نوموړی دغه راز وايي، چې د دې پروژې له منظورۍ او سپارلو وروسته به د یاد ولایت په سلو کې ۹۰ د استوګنې سیمې ورڅخه ګټه پورته کړي او د ۶۰۰ زرو خلکو د اوبو اړتیاوې به پوره کړي، چې له دې سره د اوبو کمښت او د اوبو خراب کیفیت چې ځایي اوسېدونکي ورسره مخ دي هم خورا ښه کړي.
د اوبو رسولو یاده پروژه ۷۴ مرکزي نقطې لري او هره ورځ ۵۰ زره متر مکعب اوبه برابرولی شي. د دې پروژې د جوړولو په جریان کې دغه شرکت په کابیندا ولایت کې د خلکو لپاره له ۱,۰۰۰ څخه زیاتې دندې رامنځته کړې وې.