په کونړ ولایت کې د زینتي توکو ځینې جوړونکي وايي، دغه زینتي توکي چې د کونړ له لرګیو جوړېږي، دغه ولایت ته د ورتلونکو سیلانیانو پام ور اوښتی دی. د زینتي توکو جوړوونکي د هېواد نورو ولایتونو ته له لرګیو څخه د جوړو شویو پخو توکو د لېږد په برخه کې د همکارۍ غوښتونکي دي. په ورته مهال سیمهییز مسوولین وايي، روانه اونۍ په دغه ولایت کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته د بازار موندنې په موخه به درې ورځنی نندارتون جوړ کړي. د کونړ د سوداګر او صنعت ریاست د معلوماتو له مخې په دغه ولایت کې د ترکاڼۍ شااوخوا څلورنیم سوه سترې او کوچنۍ کارخونې فعالیت کوي، چې سلګونه کسانو ته په کې په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.