د کرکټ بورډ له لوري د هېواد د شمال په درېیو ولایتونو بلخ، تخار او بدخشان کې د کرکټ روزنځایونو جوړولو رغنیزې چارې پیل شوې. د دغو پروژو د بنسټ ډبرې ایښودو په موخه د کرکټ بورډ له لوري ټاکل شوي پلاوي تېره اوونۍ یادو ولایتونو ته سفرونه وکړل او هلته یې د ځایي مسوولینو، قومي مشرانو، لوبغاړو او کرکټ مسوولینو په شتون کې د یادو رغنیزو پروژو کارونه پیل کړل.