آلمان- د اروپايي کمیسیون / چینایي موټرو تعرفې/اغېزې
ایډي: 8400316
نېټه: وروستۍ
ځای: جرمني
موده: یوه دقیقه او دوه څلوېښت ثانیې
سرچینه: (CCTV) او (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-10-22 20:11
وروستی سمون: 2024-10-22 20:15
بشپړ خبر
صنعتي کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د چین تولید برېښنایي موټرو پر وړاندې د تعرفو د لوړولو په اړه د اروپايي کمیسیون وروستۍ پرېکړه کولی شي د زرغونې ټېکنالوژۍ لپاره د اروپا اهدافو ته زیان ورسوي، چې نه یوازې به په اروپایي مصرف کوونکو منفي اغېزه وکړي، بلکې د اقتصادي ودې مخه به هم ونیسي.
دوی پر دې ټينګار وکړ چې دا تعرفې د همکارۍ پر ځای د سوداګرۍ تقابل او شخړه رامنځته کولای شي، چې نه یوازې به د چین او اروپايي اتحادیې اړیکو ته زیان رسوي، بلکې د اروپا د زرغون انتقال اهداف به هم سخت زیانمن کړي.
دغه کارپوهان اټکل کوي چې دا تعرفې به د برېښنایي موټرو (EVs) بیې لوړې کړي، چې ممکن پېرودونکي له پېرودلو څخه منصرف شي، او د دې په پایله کې به اروپا ته د بریښنایي موټرو (EVs) د لېږد سرعت هم ټکنی شي.
سږ کال په اروپا کې د برېښنایي موټرو د خرڅلاو وده په چټکۍ سره کمه شوې ده. د اګست په میاشت کې آلمان د برېښنایي موټرو په پلور کې نږدې ۷۰ سلنه د پام وړ کمښت تجربه کړ.
شنونکي باور لري چې په اروپا کې د برېښنایي موټرو لوړې تعرفې هغه اصلي لامل دی چې پېرودونکي یې پېرودلو ته نه لېواله کېږي.
له دې سره هممهاله د آلمان د موټرو کارپوه فرډینند ډوډین هوفر ویلي، چې د اروپايي اتحادیې تعرفې به د برېښنایي موټرو بیې نورې هم لوړې کړي، چې دا به د کاربن خپراوي لپاره د یادې اتحادیې پر اهدافو منفي اغېزه وکړي.
نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې ټول آلماني او فرانسوي موټر جوړوونکي د اروپايي کمیسیون د تعرفو له پالیسۍ سره مخالفت کوي. دوی باور لري چې دا تعرفې د اروپا د موټرو صنعت ته زیان رسوي او د اقلیمي بدلون سره د مبارزې هڅې کمزورې کوي. دغه تعرفې په مصنوعي ډول د برېښنایي موټرو بیې لوړوي، چې دا کار به نور هم دغه صنعت ته زیان ورسوي.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کلونو کې د جرمني موټر جوړوونکو شرکتونو په چین کې د تولید او څېړنیزو مرکزونو په جوړولو سره زیاتې پانګونې کړې دي. د چین بازار د دوی د نړیوالو ستراتیژیو یوه مهمه برخه ګرځېدلې او د برېښنایي موټرو او نویو ټېکنالوژیو په بدلون کې یې مهم رول لوبولی دی.
د آلمان د موټرو صنعت کې کارپوهان باور لري چې یوازې پرانیستی بازار او عادلانه سیالي کولی شي نوښت ته وده ورکړي.
په ورته وخت کې د مارسيډېز بینز ګروپ AG شرکت مشر اولا کالینیوس ویلي چې د محافظت په لور حرکت کول او د سرحدونو تړل به د ودې مخه ونیسي او په راتلونکي کې به منفي اقتصادي اغېزه ولري. هغه باور لري چې غوره لاره د بازارونو پرانیستل او ساتل دي.