د کابل ښاروالۍ لخوا د کابل سیند د پاسه د موټرو د تګ راتګ لپاره د یوه لوی پله د جوړولو چارې پیل شوې، د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی وایي؛ دغه پل د (۶۰) مترو په اوږدوالي او (۱۸.۴) مترو په سور سره، د قلعه شانان سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه د موټرو د تګ راتګ لپاره جوړیږي چې په دغه سیمه کې به د ترافیکې ګڼې ګوڼې مخه به ونیسي.