د سالنګونو لويې لارې د اساسي ترمیم او بیا رغونې چارې په دریو برخو کې په چټکۍ سره روانې دي. د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وايي، چې د سالنګونو لویې لارې اړوند د شمالي سالنګ د ۲۱مې ګالرۍ او له ۱۶مې ګالرۍ څخه تر تونل پورې د «CTB» طبقې کار بشپړ شوی او دا مهال یې د سیخ تړلو چارې په چټکۍ روانې دي.