د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، چې تېر کال د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې په لسګونه زره هکټاره ځمکه پنبه کرل شوې وه، چې له ۱۲۲ زره ټنه څخه یې د حاصلاتو حجم زیات وو. د کرنې وزارت مسوولین وایي، چې هېواد کې د پنبې کښت د پراختیا لپاره یې هڅې زیاتې کړې دي او په روان کال کې یې د پنبې د کښت کچه نورو ولایتونو ته هم پراخه کړې. د دې وزارت مسوولین زیاتوي، چې د پنبې کښت د پراختیا لپاره له بزګرانو سره ځانګړې همکاري روانه ده. د خصوصي سکټور غړي وايي، که چېرې هېواد کې د پنې کښت منظمه پراختیا پیدا کړي او محصولاتو کې یې د پام وړ زیاتوالی راشي، دوی حاضر دي، چې دې سکټور کې د پانګونې حجم نور هم پراخ کړي او له دې سره به زرګونه هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.