د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر یوناما مرستیال وايي، له افغانانو سره مرستې باید په داسې بڼه وشي چې په اوږدمهال کې د خلکو د ملاتړ امکان برابر کړي. وروسته له دې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر یا یوناما مشرې په افغانستان د بشري وضعیت په اړه اندېښنه وښوده، د دې دفتر مرستیال له زیانګالو افغانانو سره د دوامداره ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ. د یوناما مرستیال اندریکا راټواټه په یوه ویډیويي پیغام کې چې پرون د ملګرو ملتونو پر ټویټر پاڼه خپور شو، په خوست او پکتیا ولایتونو کې هغه رغنیزې پروژې د مثال په توګه یادې کړي چې د تمویل لپاره یې ۴۰ میلیون ډالره ځانګړي شوي دي. راټواټه په دې ویډیو کې چې له دې پروژو د لیدنې پرمهال خبرې پهکې کوي، وايي چې په لیرې پرتو ګڼ مېشتو سیمو کې باید د دوامدار ملاتړ اصل ته په کتو له خلکو سره مرستې وشي.