د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې، فلسطین خاوره
ایډي: 8395540
نېټه: د سپتمبر 10-12، 2024
ځای: بېلابېل
موده: یوه دقیقه او څلور پنځوس ثانیې
سرچینه: CGTN
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-09-19 09:35
وروستی سمون: 2024-09-19 09:42
د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر، نیویارک ښار – نېټه نامعلومه (CCTV) د چینایی وګړو لپاره نه ده
بشپړ خبر
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د چهارشنبې په ورځ د رایو په لوی اکثریت سره یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې پکې د اسراییلو له لوري د فلسطیني خاورې اشغال ته د ۱۲ میاشتو دننه د پای ته رسېدو غوښتنه شوې.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په لسمه بېړنۍ ځانګړې غونډه کې په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس او د فلسطین په پاتې برخه کې د اسرائیلو د اقداماتو په اړه پرېکړه لیک په ۱۲۴ موافقو، ۱۴ مخالفو او ۴۳ ممتنع رایو سره تصویب شو.
دغه پرېکړه لیک چې د سه شنبې په ورځ د فلسطیني دولت او شلو نورو هېوادونو له لخوا په ګډه تهیه شو، پکې له اسراییلي لوري غوښتنه شوې چې د نړیوالو قوانینو له مخې د خپلو ټولو قانوني مکلفیتونو سره سم عمل وکړي، او د عدالت نړیوالې محکمې مشورتي نظرونو ته درناوی وکړي.
د نوي تصویب شوي پرېکړه لیک له مخې، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې له اسراییلو غوښتې چې د دولسو میاشتو په موده کې په اشغال شوې فلسطیني خاوره کې خپل غیر قانوني حضور پای ته ورسوي، او په وینا یې د دې حضور دوام د نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه ګڼل کېږي.
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې همدا راز له اسراییلو غوښتي چې ژر تر ژره د نړیوالو قوانینو له مخې خپل ټول قانوني مکلفیتونه تعقیب کړي کوم چې د عدالت نړیوالې محکمې لخوا ټاکل شوي.
بلخوا په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازي محمد عیسی ابوشهاب د رایې اچونې څخه وړاندې په خپلو څرګندونو کې وویل، چې په غزه کې بشري ناورین باید اړمنو کسانو ته له خنډ او ځنډ پرته لاسرسي، د اوربند تړون او د امنیت شورا د ټولو اړوندو پرېکړه لیکونو بشپړ پلي کولو له لارې حل شي.
هغه د جګړې د حل لپاره د دوو دولتونود منځته راتګ د حل د ترلاسه کولو په هدف د سولې د باوري بهیر پر بیا پیلولو ټینګار وکړ او د فلسطین لپاره یې د بشپړ دولت او په ملګرو ملتونو کې د غړیتوب ملاتړ څرګند کړ او ویې ویل، چې دروان مصیبت پای ته د رسېدو وخت راغلی دی.
له دې سره هممهاله د سه شنبې په ورځ په ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازي ریاض منصور د یوه پرېکړه لیک مسوده وړاندې کړه چې له مخې یې د ۱۹۶۷ کال د سرحدونو پر بنسټ راغلی چې پکې فلسطین د یوه خپلواکه دولت جوړولو غوښتنه کړې او ختیځ بیت المقدس یې د پلازمېنې په توګه ټاکل شوی.
ریاض منصور وویل، چې د فلسطین خلک د نړۍ د نورو ټولو اتباعو په څېر د خپلواکۍ غوښتونکي دي او د خپلو حقونو په لټه کې دي.
نوموړي زیاته کړې، فلسطینیان یوازې ژوندي پاتې کېدل نه بلکې بشپړ ژوند کول غواړي، دوی غواړي په خپلو کورونو کې د خوندیتوب احساس وکړي، خپل ماشومان پرته له وېرې ښوونځي ته واستوي، دوی په حقیقت کې آزاد اوسېدل غواړي.