دکرکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف او اجراییوي رییس کاري موده د ۳ نورو کلونو لپاره وغځول شوه. کرکټ بورډ په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د سرپرست حکومت د مشر د حکم پر بنسټ، د کرکټ بورډ د عمومي رییس او اجراییوي رییس کاري موده د ۳ نورو کلونو لپاره غځول شوې ده. دخبر پاڼې له مخې دغه پرېکړه په تېرو کلونو کې په کرکټ بورډ کې د اداري اصلاحاتو، د کورني کرکټ پراختیا او دغه راز په ټولو اړوند ډګرونو کې د اسانتیاو بېساری پرمختګ او د ملي لوبډلې تاریخي لاسته راوړنو ته په کتلو سره شوې ده.