د غزې تړانګه – د پولیو واکسین / تازه معلومات
ای ډي: 8393431
نیټه: د سپټمبر 4/2/1، 2024
ځای: بېلابېل ځایونه
موده: یوه دقیقه او پنځوس ثانیې
سرچینه: د چین مرکزي تلویزیون
محدودیتونه: ویډیويي صحنې وګورئ
خپور شوی: 2024-09-05 17:47
وروستی سمون: 2024-09-05 21:07
بشپړ خبر
د روغتیا نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ په یوه خپور شوي راپور کې ویلي و، چې په غزه کې یې د پولیو واکسین په لومړۍ مرحله کې له ۱۸۷,۰۰۰ څخه زیات ماشومان چې عمرونه یې له لسو کلونو څخه کم وو، واکسین شوي دي.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې ماشومانو ته د پولیو نوی ډول واکسین( nOPV2) ورکړل شوی او د دې لپاره چې ښکاره شي ماشوم ته واکسین ورکړل شوي، په ګوته یې رنګ ورته وهل شوی.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د واکسین کولو په هڅو کې له ټولو ګروپونو، افرادو او کاري ډلو څخه مننه کړې او د غزې په تړانګه کې یې یو ځل بیا د اوربند غوښتنه تکرار کړه.
د ویلو وړ ده، چې د واکسین کمپاین دویمه مرحله پرون د پنجشنبې په ورځ په جنوبي غزه کې پیل شوه، په دې مرحله کې مهم اقدامات لکه د واکسینونو یخ ساتل او له سیمه ییزو روغتیايي کارکوونکو سره همغږي کول شامل و، څو هر څه په ښه ډول ترسره شي.
په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) سیمه ییزې رییسې عادلې خدر د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې په تیرو دریو ورځو کې دغه کمپاین نه یوازې د روغتیا په برخه کې یو مهم ګام و، بلکې خلکو ته یې ارزښتناکه او مثبتې شېبې هم ورکړې.
په ورته وخت کې په نېږدې ختیځ کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (UNRWA) د امکان تر حده د ماشومانو واکسین کولو ته په خپله ژمنتیا ټینګار وکړ او په غزه کې یې یو ځل بیا د اوربند بیړنۍ اړتیا په ګوته کړه.
له دې سره هممهاله د غزې د روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ ویلي و چې د واکسین کولو هڅې د جنوبي غزې، په ځانګړي توګه خان یونس او رفح ښار ته رسیدلې. همدارنګه په مرکزي غزه کې په څلورو لویو روغتیايي مرکزونو کې هم واکسین کولو ته دوام ورکړل شوی، څو هیڅ ماشوم پاتې نشي.
پولیو یو جدي ناروغي ده چې د پولیو ویروس له خوا رامنځته کیږي او تر ډېره کوچني ماشومان چې عمرونه یې تر پنځه کلنۍ کم وي ژر اغیزمن کوي. دا ناروغي په شدیدو حالاتو کې د فلج یا مرګ لامل هم کیدای شي. د دې د مخنیوي لپاره واکسین کول تر ټولو مؤثره او اقتصادي لاره بلل شوې ده.
د یادونې ده چې په غزه کې د پولیو ویروس لومړنۍ پېښه د روان کال په جولای میاشت کې ثبت شوه، چې وروسته د غزې روغتیایي چارواکو ادعا وکړه چې د اسرائیلي پوځ عملیاتو له امله د روغتیایي او صفایي سیسټمونو خرابیدل د ویروس د خپرېدو اصلي لامل دی چې اوس د پولیو وبا په غزه کې مخ پر خپرېدو ده.
د کمپاین لومړۍ مرحله د مرکزي غزې دیر البلاح او د کډوالو کمپونو لکه النصیرات، المغازي، او البریج کې ترسره شوه. دویمه مرحله د سپټمبر په ۵مه نېټه په خان یونس او رفح کې پیل شوه، ټاکل شوې د کمپاین وروستۍ مرحله د روانې میاشتې په ۹مه نېټه د غزې تړانګې شمالي برخو ته پوښښ ورکړي.