دوشنبه, مارچ 9, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

د چین مېډیا ګروپ د ژیانبین ژیاو ټاپوګانو په اړه یو مستند فلم خپور کړ

STR NEWS by STR NEWS
سپتمبر 2, 2024
4 0
0
د چین مېډیا ګروپ د ژیانبین ژیاو ټاپوګانو په اړه یو مستند فلم خپور کړ
6
SHARES
22
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8392644.webm

چین – ژیانبین ژیاو ټاپوګانو / مستند فلم

ای‌ډي: 8392644

نېټه: وروستی

ځای: چین

موده: پنځه دقیقې او پنځه پنځوس ثانیې

سرچینه:  (CCTV)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 08:42-31 08- 2024

وروستی سمون: 08:42-31 08- 2024

بشپړ خبر

د چین مېډیا ګروپ له لوري  په دې وروستیو کې یو مستند فلم چې عنوان یې دی: “که  ژیانبین ژیاو ټاپوګانو خبرې کولی شوای” خپور کړی په یاد فلم کې چينايي ساینس پوهانو هڅه کړې چې

 د ژیان بین ژیاو  ټاپوګانو کې د مرجان پرښو د ویجاړېدو پټ حقیقتونه راښکاره کړي. دا مستند فلم  د دې ټاپوګانو د جوړښت او د طبیعت د ځواک په اړه یوه په زړه پورې کیسه هم وړاندې کوي.

ژیانبین ژیاو چې د چین د نانشا ټاپوګانو یوه برخه ده، چې د سمندري ژوند لپاره خورا مهم دی او په سیمه کې د ” کبانو تله” په حیث پېژندل کږي. دا سیمه د مرجان پرښو کبانو د درېیمې برخې ملاتړ کوي او نږدې دوه پر درېیمه برخه هغه مرجانونه لري چې پرښې جوړوي. دا ځای د سیمې د حیاتي تنوع لپاره ډېر ارزښتناک بلل شوی دی.

دلته هر څه ارام او ښکلي ښکاري خو په روان  ۲۰۲۴ کال کې، چینایي ساینس پوهانو د ژیانبین ژیاو ټاپو په شاوخوا کې ډېری مات شوي مرجان او ویجاړ شوې صخرې یا پرښې وموندلې. د دې زیان لاملونه لاهم په غور څېړل کېږي. پوښتنه دا ده چې ایا دا زیانونه سمندري مخلوقاتو، د انسانانو د فعالیتونو، یا طبیعي پېښو له امله رامنځته شوي؟ دا مهمه موضوع د سیمې د سمندري ایکوسیستم ساتنې لپاره بې‌پرې څېړنې ته اړتیا لري.

د جنوبي چین سمندر ایکولوژیکي مرکز څخه پروفیسور لیو یحوا يې په اړه یې داسې وايي د ژېړ تاج لرونکي ستوري کب چې د تېزو او زهرجنو ستنو په لرلو سره پېژندل کېږي د مرجانونو لپاره تر ټولو لوی دښمن بلل شوی دی د سروې په جریان کې موږ د دغو زهرجنو ستورو کبانو څخه ۱۴ وموندل، خو دا شمېره دومره زیاته نه ده چې یوه لویه ستونزه رامنځته کړي.

که دا د زیان رسونکو سمندري مخلوقاتو له امله نه وي، نو ایا کېدای شي د انسانانو د فعالیتونو له امله وي؟

د چین د جنوبي سمندر د ایکولوژیکي مرکز لوړپوړي انجنیر ژیانګ ژیاوفي وايي، د ژیانبین ژیاو په سیمه کې د مرجان د کثافاتو تحلیل ښیي چې دا کثافات په ټوله کې یو شان ځانګړتیاوې لري چې دا څرګندوي چې دا کثافات د ځمکې د سرچینو د ککړتیا له امله نه دي رامنځته شوي.

نو په ژیانبین ژیاو سیمه کې د مرجان د ټوټو او پارچو سره څه پېښ شوي او د څه له کبله رامنځته شوي دي؟

له سپوږمکۍ اخیستل شوي عکسونه ښیي چې له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۲۴ پورې د ژیانبین ژیاو په ټاپو کې د مرجان مقدار په عمومي توګه ثابت پاتې شوی، یوازې په هغو سیمو کې لږ کمښت راغلی چېرې چې ټاپوګان حرکت کوي. ساینس پوهان اوس د دې پېښې حقیقت موندلو ته نږدې شوي دي.

د جنوبي چین سمندر د پراختیا څېړنیز انستیتوت د سمندري ریموټ سینسنګ او نقشه کولو لابراتور مدیر ژینګ وویل، چې ژیانبین ژیاو ټاپو کې د پرښو د جوړولو لپاره ډېر مرجانونه شته.کله چې دا مرجانونه د څپو له امله زیانمن یا مړه شي، دوی ډېر کثافات رامنځته کوي دغه کثافات کولی شي نورو نږدې مرجانونو ته زیان ورسوي او په پایله کې ټاپوګان جوړ کړي.

څېړنو موندلې چې شپږ طبیعي ټاپوګان د ژیان بین ژیاو په ریف یا پرښه کې رامنځته شوي. چې د دې ټاپوګانو درې یې په لوړه کچه د سمندر څخه پورته لیدل کېږي. د دوی تر ټولو لوړې نقطې د ځایي اوسط کچې څخه نږدې ۰.۴ متره، یو متره، او ۱.۳ متره لوړ دي.

وی حیوا وویل، چې د پرښو په ټاپوګانو کې شپږ ټاپوګان د سیمه ییزو اوبو او هوا شرایطو سره سمون لري. دوی د ځمکې عمومي ځانګړتیاوې لکه ټیټې سیمې، د جغل غونډۍ، او د جغل ساحل ښیي. د ۲۰۱۲ کال څخه تر روان ۲۰۲۴ کال پورې د سپوږمکۍ عکسونه ښیي چې د دې ټاپوګانو اندازه او شکل د وخت په تېرېدو سره بدلون موندلی دی، چې د طبیعي پراختیا پروسه په ګوته کوي” .

هغه زیاتوي، چې موږ اوس د دې تایید کولی شو چې د ژیانبین ژیاو ټاپوګان د کافي موادو سره په طبیعي ډول جوړ شوي دي. لکه څنګه چې سمندري کبان مهاجرت او سمندري الوتونکي حرکت کوي، د دې ټاپوګانو جوړښت طبیعي جوړ شوی دی او د طبیعت لخوا رهبري کېږي. نو دا ښیي چې د فیلیپین ادعاوې چې چین په مصنوعي ډول د مرجان کثافات اضافه کوي او د ژیانبین ژیاو په سیمه کې چاپېریال ته زیان رسوي، د ساینس او څېړنو له مخې ناسمې دي.

په مقابل کې له هغه وخته چې د فیلیپین جمهوریت کښتۍ(BRP)  د ۲۰۲۴ کال په اپرېل کې په غیرقانوني توګه د ژیانبین ژیاو په ټاپو کې پاتې شوه، چې اوس مهال په یاده سیمه کې د فیلیپین د اکمالاتي کښتیو او کب نیولو کښتیو شمېر زیات شوی دی، چې دې سره چاپېریال ته سخت زیان رسېدلی دی.

اوس مهال چینایي ساینس پوهانو لیدلي  او دا يې موندلې ده چې د فیلیپین چټکې کښتۍ او کب نیولو کښتۍ ډېری وختونه د پرښو په ساحه کې فعاله دي.

ژیانګ یې په اړه وايي، هغه کښتۍ چې د اوږدې مودې لپاره د پرښو په ساحه کې پاتې کېږي، د څپو او سیندونو له امله د خپلو لنگرونو او زنځیرونو سره شاوخوا پرښو ته دوامداره زیان رسوي.څېړنې ښیې چې د اپرېل په میاشت کې د فیلیپین جمهوریت کښتۍ(BRP)  تیریزا مګبانوا د ژیانبین ژیاو په ټاپو کې پاتې شوې له کبله یې د بحر د مرجان پوښښ کوم چې مخکې ډېر شوی و اوس کمېدل پیل کړي دي.

اوازې اکثراً د مجرمینو لخوا د نورو د ګمراه کولو لپاره کارول کېږي هغه وخت چې غلط تورونه ولګول شي او خلک په چټکۍ سره په دوی باور وکړي دا تورونه کولی شي په پراخه کچه خپاره شي او ډېر زیان ورسوي، لکه څنګه چې د ژېړ تاج لرونکي ستوري کبان چې د مرجان پرښو ته زیان رسوي.

لیو  دغه راز وایي، د سروې معلومات ښیي چې په ژیانبین ژیاو کې د مرجان منځنی پوښښ ۲۴.۷ سلنه دی، چې تر ټولو زیات یې ۵۱.۳ سلنه دی. دا د نړۍ د نورو ځایونو په پرتله خورا لوړ دی او باید ارزښت ورکړل شي.

نوموړي وویل، چینایان آسمان، ځمکې، او ټولو ژوندیو موجوداتو ته ژور درناوی لري. زموږ د طبیعت په مطالعه او مستند کولو کې زموږ هدف یوازې د علمي څېړنو ترسره کول نه دي بلکې دا هڅې د خطرونو د مدیریت لپاره او د طبیعي چاپېریال د ساتنې اهمیت په پام کې نیولو لپاره دي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

متقي: د هېوادونو د ملي حاکمیت نقض د منلو وړ نه دی
وروستی خبرونه

متقي: د هېوادونو د ملي حاکمیت نقض د منلو وړ نه دی

مارچ 9, 2026
هیګسټ: د ایران جګړه د افغانستان له جګړې سره توپیر لري
وروستی خبرونه

هیګسټ: د ایران جګړه د افغانستان له جګړې سره توپیر لري

مارچ 9, 2026
مسوولین: اسلام کلا بندر ته هره ورځ ۱۳۰۰ باروړونکي موټر تګ راتګ کوي
وروستی خبرونه

مسوولین: اسلام کلا بندر ته هره ورځ ۱۳۰۰ باروړونکي موټر تګ راتګ کوي

مارچ 9, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved