د خوست ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت د اوبو یو بند جوړ کړی دی. د سرچینې د مالوماتو له مخې دا بند د خوست مرکز اړوند د متون ښار «میاخېل مېنه» کې جوړ شوی دی. دغه بند چې د ۱۱۰ زرو مترمربع اوبو د ساتنې وړتیا لري، د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړی شوی او شاوخوا ۲۰۰ جریبه ځمکه خړوبلی شي. د یاد ولایت د ځایي چارواکو په خبره ، په دې سره د کروندګرو ډېرې ستونزې حل شوې دي.