سه شنبه, اکتوبر 6, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

د ملګرو ملتونو په لبنان کې د سوله ساتو ځواکونو ماموریت وغځاوه

STR NEWS by STR NEWS
اگست 29, 2024
5 0
0
د ملګرو ملتونو په لبنان کې د سوله ساتو ځواکونو ماموریت وغځاوه
7
SHARES
28
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8392205.webm

د ملګرو ملتونو د موقت ځواک /سولې ساتنې تمدید

ای‌ډي: 8392205

نېټه: د اګست 28، 2024

ځای: بېلابېل

موده: یوه دقیقه او ۳۳ ثانیې

سرچینه:  (CCTV)، نور

محدودیتونه: ويډيويي صحنې وګورئ

خپور شوی: 2024-08-28 19:28

وروستی سمون: 2024-08-28 19:32

ویډیويي صحنې

د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر نیویارک ښار – نېټه نامعلومه (CCTV)د چینايي وګړو لپاره نه ده

۱ـ د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر، سیند

۲ـ د ملګرو ملتونو بیرغ

بشپړ خبر

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون چهارشنبه یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې له مخې به یې په لبنان کې د خپل موقت ځواک ماموریت (UNIFIL) د ۲۰۲۵ کال تر اګست میاشتې پورې وغځوي.

د ۲۷۴۹م پرېکړه لیک په تصویبولو سره د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۰۰۶ کال ۱۷۰۱ پرېکړه لیک بشپړ پلي کولو غوښتنه هم وکړه او په ټولو ښکېلو اړخونو یې غږ وکړ چې د نیلي کرښې په اوږدو کې د لبنان او اسراییل ترمنځ د سرحدي سیمې د ثبات او دغه راز د تاوتریخوالي د کمولو لپاره سمدستي ګامونه پورته کړي.

یادې شورا د ملګرو ملتونو سرمنشي څخه وغوښتل چې د خپل موقت ځواک ماموریت چمتو وساتي څو په سیمه کې د تاوتریخوالي کمولو ملاتړ لپاره خپل اقدامات تنظیم کړي. یادې شورا دغه راز په هرو څلورو میاشتو کې د ۲۰۰۶ کال  ۱۷۰۱ پرېکړه لیک پلي کولو په اړه د دوامداره راپور ورکولو غوښتنه هم وکړه.

یاد پرېکړه لیک ته له رايې ورکولو وروسته په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي مرستيال ګنګ شوانګ وويل چين د امنيت شورا د پرېکړې هرکلی کوي.

نوموړي دغه راز ویلي، دا پرېکړه لیک د ټولو دښمنیو د پای ته رسولو او تلپاتې اوربند ته د رسېدو لپاره د امنیت شورا قوي سیاسي تعهد بیا تاییدوي، د هغه په خبره دا پرېکړه لیک په ښکاره ډول د تاوتریخوالي د دورې ماتولو او سولې او ثبات ته د ودې ورکولو غوښتنه کوي، نوموړی دغه راز زیاتوي چې د لبنان او اسراییلو تر منځ د زیاتېدونکي کړکېچ په پام کې نیولو سره دا پرېکړه خورا مهمه ده موږ هیله لرو چې د جګړې ټولې خواوې په صادقانه توګه یاد پرېکړه لیک ته غاړه کېږدي، جګړه ودروي او د تلپاتې سولې په لور د کار کولو لپاره ژر تر ژره بیا خبرې اترې پیل کړي.

نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې بېجینګ چمتو دی چې له نړيوالې ټولنې سره په پرله پسې توګه د ملګرو ملتونو د موقت ځواک د ماموريتونو په ترسره کولو کې مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو د موقت ځواک دغه ماموریت چې په اصل کې د امنیت شورا لخوا د ۱۹۷۸ کال په مارچ میاشت کې رامنځته شوی چې له لبنان څخه د اسراییلو وتل تایید کړي، او همدارنګه د سولې او امنیت په راوستلو او په سیمه کې د لبنان د حکومت سره د خپل واک په بیا رغولو کې مرسته وکړي. ویل کېږي چې په ۲۰۰۶ کال د حزب الله او اسراییلو تر منځ د جګړې وروسته یاد ماموریت پراخ شو څو د دښمنۍ د پای ته رسېدو څارنه وکړي او د لبنان په سوېل کې د لبنان د وسله والو ځواکونو د ځای پرځای کولو ملاتړ وکړي.

د ملګرو ملتونو د موقت ځواک ماموریت د یو راپور له مخې، چې دغه ځواک اوس مهال د ۴۸ مرستندویو هېوادونو څخه څه باندې ۱۰۵۰۰ سوله ساتونکي لري.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

متقي: روسیې سره سیاسي تفاهم باید په اقتصادي شراکت بدل شي
وروستی خبرونه

متقي: روسیې سره سیاسي تفاهم باید په اقتصادي شراکت بدل شي

اکتوبر 6, 2026
کرکټ؛ افغان ۱۹ کلنه لوبډله له بنګله‌دېش او عمان سره سیالۍ ترسره کوي
سپورت

کرکټ؛ افغان ۱۹ کلنه لوبډله له بنګله‌دېش او عمان سره سیالۍ ترسره کوي

اکتوبر 6, 2026
مجاهد: د جرمونو نړۍوالې محکمې پرېکړو ته ارزښت نه ورکوو
وروستی خبرونه

مجاهد: د جرمونو نړۍوالې محکمې پرېکړو ته ارزښت نه ورکوو

اکتوبر 6, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د چهلستون د غره د ښویېدنې احتمالي خطر؛ تخنیکي ارزونې پیل شوې

د چهلستون د غره د ښویېدنې احتمالي خطر؛ تخنیکي ارزونې پیل شوې

د چهلستون د غره د ښویېدنې احتمالي خطر؛ تخنیکي ارزونې پیل شوې

د ټولنې هنداره
په افغانستان کې د ۴جي انټرنېټ کاروونکي ۱۰ میلیونو ته ورسېدل

په افغانستان کې د ۴جي انټرنېټ کاروونکي ۱۰ میلیونو ته ورسېدل

ټکنالوژي
د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

ابادي او بیارغونه
تلپاتې ژوند

تلپاتې ژوند

د ټولنې هنداره
د اکسوس خپرندویه ټولنې د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

د اکسوس د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

پوهنه
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved