په بلخ کې د بټریو د تولید یوې کارخونې مسوولین وايي، په ورځني ډول د ٣٠٠٠ بټریو د تولید ظرفیت لري؛ خو د امکاناتو نشتون له امله اوس یوازې ١۵٠٠ بټرۍ توليدوي. د یادې کارخونې مسوولین وایي، تولیدات یې له نړیوالو سټنډرونو سره په معیار برابر دي او دا مهال د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې ترې ګټه هم اخیستل کېږي. د هغه په خبره، په یاده کارخونه ۱۲۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده. د بلخ ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست چارواکي وايي، سرپرست حکومت تل د صنعتکارانو او سوداګرو ملاتړ کړی او هڅه کوي چې کورنیو تولیداتو ته لا ډېره پاملرنه وکړي. د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس وایي، د داخلي تولیداتو د ترویج او پانګهوالو د ملاتړ لپاره يې يو شمېر اقدامات کړي او ډاډ ورکوي، چې ټولو ستونزو ته به یې رسېدنه کېږي.