په افغانستان کې له تور ژیړي سره د مبارزې نړیواله ورځ داسې مهال نمانځل کیږي، چې تېر کال په ټول هیواد کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۵ زره تنه ښودل شوی و. دغه راز د روغتیا نړیوال سازمان د تازه شمېرو له مخې په نړۍ کې ۳۰۰ میلیونه کسان د وایروسي هیپټایټس سره ژوند کوي، او هر کال په دې ناروغۍ تر ۲ میلیونو زیات کسان اخته کیږي.