د چین شي د کلیو د ځمکو اصلاحات
ای ډي: 8385355
نېټه: ورستۍ
ځای: چین
موده: څلور دقیقې او دولس ثانیې
سرچینه: CCTV))
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-07-11 20:14
وروستی سمون: 2024-07-20 19:03
بشپړ خبر
د ژیاوانګ کلي په کوم ځای کې چې د چين د کليوالو اصلاحاتو بهير ۴۶ کاله مخکې پيل شوی وو، اوس د چين د ولسمشر شي جين پينګ تر رهبرۍ لاندې د ژورو اصلاحاتو د ميکانيزم د کرنې او د نويو صنعتونو د ودې د پياوړتيا په لاره کې د پرمختګ په حال کې دی.
په ۱۹۷۸ کال کې د ان هوی ولايت په يوه بې وزله کلي کې ۱۸ بزګرانو په پټه توګه د انفرادي کورنيو تر منځ د ګډې ځمکې د وېشلو تړون لاسليک کړ. دا سیسټم چې په ژیاوانګ کې پیل شوی په 1984 کې په ټول چین کې خپور شو او د کښت کرلو لپاره یې د بزګرانو لیوالتیا زیاته کړه.
ولسمشر شي جین پینګ، چې د چین د کمونست ګوند مشر او په ورته مهال کې د پوځ مشري هم کوي ، په ژیاوانګ کې مهم کلیوالي اصلاحات د “ژوند او مرګ” شیبې په توکه یاد کړل . هغه د دغو اصلاحاتو په اړه خپل لومړني فکرونه هغه وخت ياد کړل کله چې هغه د شانګهای په پوهنتون کې زده کوونکی و او د چوژو ښار د يوه څېړنيز سفر په ترڅ کې یې ژېاوانګ کلی اداره کاوه.
ولسمشر شي جین پینګ په ۲۰۱۸ کال کې له ژیاوانګ ښار څخه د لیدنې پر مهال ویلی ویلي و چې زه په ١٩٧٨ کال کې چوژو ته لاړم، خو دلته د ژیاوانګ کلي ته نه يم تللی، په هغه وخت کې مې يو یاداشت کتابچه واخيست چې اوس يې هم ساتم. زه ډېر متاثره شوم ځکه چې دا د چين له اصلاحاتو او ورخلاصون وروسته د کليوالو اصلاحاتو په اړه زما لومړی درس و. – زه هغه وخت دلته د زده کړې لپاره راغلی وم
لکه څنګه چې چین د صنعتي کیدو په لور روان دی، د کار ځواک چې په کرنیز تولید کې بوخت دی د پام وړ کم شوی. يان جين چينګ چې اوس مهال ۸۱ کلن دی يو له ۱۸ بزګرانو څخه دی، چې يو رستورانت پر مخ وړی .
نوموړی وایي، چې ځوانان د کار لپاره ښارونو ته تللي دي. د ځمکې ساتنه به څوک کوي؟ ځمکه د کروندګرو د ژوند وينه ده. که رښتيا ووايم دوی زیات خفه کیږي کله چې د کرنې ځمکې بې کاره پاتې کیږي.
د یادونې ده چې د ٢٠١٦ کال په اپريل میاشت کې د چين ولسمشر شي جين پينګ په ژیاوانګ کلی کې د يوې غونډې مشري وکړه چې د چين د کليوالو اصلاحاتو د زېږېد ځای بلل کېږي. په دې کتنه کې شي جين پينګ په کليوالي سيمو کې د اصلاحاتو پر بيړنۍ اړتيا ټينګار وکړ او د بزګرانو او د هغوی د ځمکو ترمنځ د اړيکو د مديريت پر اهميت يې ټينګار وکړ.
شي جين پينګ د قرارداد شويو کليوالو ځمکو د حقونو او د کليوالو د اجتماعي املاکو د حقونو په سيستم کې د پام وړ اصلاحاتو ټينګار وکړ او يادونه يې وکړه چې “اصلاحات بايد په ټوله کې د کليوالي بيارغونې د پرمختګ لپاره د يوې پياوړې وسيلې په توګه وکارول شي.
چین بزګرانو ته اجازه ورکړې چې د دوی د تخصیص شوي ځمکو قرارداد حقونه وساتي پداسې حال کې چې د مدیریت حقونه لیږدوي که چیرې دوی ځمکې نورو ته په اجاره ورکړي. دغه اصلاحات، د کلیوالي ځمکو د قرارداد د ۳۰ کلونو لپاره د تمدید سره یوځای، بزګرانو ته نور ډاډ ورکړی او د کرنیزو ځمکو لیږد او په لویه کچه یې د کرنې په چټکتیا کې مرسته کړې.
يان دغه راز زیاتوي، چې موږ په زړونو کې خوشاله وو. د ځمکې لېږد زموږ د مديريت د حقونو انتقال دی. دا زموږ لپاره د ډاډ وړ او موږ ته خوندیتوب احساس راکوي.
د ژیاوانګ کلي يو بزګر چينګ ژی بينګ له یادو اصلاحاتو څخه ګټه پورته کړه. هغه په ۲۰۱۴ کې په لویه پیمانه میخانیکي کرنه پیل کړه، او تیر کال د هغه کښت شاوخوا ۵۰ هکتارو ته پراخ شو .
هغه وویل، چې موږ به خامخا دا کار کولو ته چمتو یو ځکه چې موږ کولی شو له حکومت څخه مرسته او د لیږد فیسونه ترلاسه کړو.
د ٢٠١٦ کال په اکتوبر کې چين د “درې حقونه جلا کولو” په نامه د ځمکنيو نويو اصلاحاتو طرحه وړاندې کړه. دې اصلاحاتو ځمکه په دریو برخو ویشلې: مالکیت، قرارداد او مدیریت حقونه. دغه نوی سیستم په هیواد کې د کرنې د تولید په ښه والي کې مرسته کړې ده.
د ٢٠١٧ کال د اکتوبر په اتلسمه نېټه د چين د کمونېست ګوند په نولسم ملي کانګرس کې شي جين پينګ وويل، موږ به د کليوالو بنسټيز سيستم پياوړی او ښه کړو، د کليوالو ځمکو د سيستم اصلاحاتو ته به دوام ورکړو او د کليوالو ځمکو د جلا کولو، قرارداد او مديريت حقونه به لوړ کړو. د ځمکې اوسني قراردادونه به د اوږدې مودې لپاره باثباته او پر ځای پاتې وي، او کله چې یې پای ته ورسیږي د نورو 30 کلونو لپاره به وغځول شي.”
د کلي د ګوند د کميټې لومړی منشي لي جين جو وويل،
چې د ۲۰۱۸ کال څخه راپدیخوا، ژیاوانګ د وړو وړو ځمکو په يو ځای کولو سره څه باندې ۸۷۰ هکتاره لوړ کيفيت لرونکي کرنيزې ځمکې جوړې کړې چې ۷۰ سلنه يې د لويې کچې کرنې ته ليږدول شوي دي.
هغه وويل,چې نوي سيسټم هغو بزګرانو ته چې غواړي کرنه وکړي اجازه ورکوي چې د نوي کاروبار خاوندان شي، دوی ته اجازه ورکوي چې زياتې او ښې ځمکې کرنه وکړي. دا هغه کسان هم ازادوي چې له کرنې څخه د پيسو ګټلو نورې لارې لري.”
چینګ ژی بینګ دغه راز وویل، چې په تيرو وختونو کې په وړو ځمکو کې د ماشينونو کارول ناشوني وو. اوس زه کولای شم چې زر يا حتی په زرګونو کوچنۍ ځمکې چې هر يو يې څو هکتاره وي، کرهنه وکړم.
ژیاوانګ کلي د مخکښو کرنیزو ډلو په شمول د بیدا هوانګ ګروپ او د ان هوی کرنیز بیارغونې ادارې هڅولې چې له همدې امله اوس په سیمه کې له ۹۷ سلنې څخه زیات کروندګر له عصري ماشینونو څخه کار اخلي..
په ۲۰۱۷ کال کې د بيدا هوانګ د اوو ستورو فارم له ژیاونګ کلي سره د عصري کرنې په برخه کې د همکارۍ تړون لاسليک کړ. دوی کلي ته د اوبو د ساتنې متخصصین او د کرنې تخنیکران واستول او په ۳۳ هکتاره ځمکه کې یې د عصري کرنې د نندارې زون جوړ کړ.
په ژیاوانګ کلي کې د اوو ستورو فارم مشر لو ژیانګ داو وویل، چې د نوي سیسټم له رامینځته کیدو وروسته ، بزګران ډیر لیواله شول چې خپلې ځمکې موږ ته په اجاره راکړي. نوموړي زیاتوي چې موږ باید د کرنې د ودې لپاره له ساینس او ټیکنالوژۍ څخه کار واخلو. دا موږ ته د هغه لارښوونې دي چې موږ اوس د نوي میتودونو په ګډون د کرنې د پرمختګ لپاره هڅول شوي یو.
په کلي کې اوس ۳۱ نوي سوداګریزې ادارې شته چې پکې مسلکي بزګران، د کورنۍ فارمونه او د بزګرانو ګروپونه شامل دي. په پراخه ساحه کې یو له بل وروسته نوي وسایل راڅرګندیږي.
د ژیاوانګ کلي یاد بزګر چینګ ژی بینګ زیاتوي، چې دا هغه څه دې چې موږ یې هیڅ فکر لا نه و کړی. سږ کال موږ د کرنې هر ډول ماشینونه لرو، له ډرون څخه تر ټراکټورونو پورې، موږ پلان لرو چې په بشپړ ډول عصري او مصنوعي ټیکنالوژي وکاروو موږ باید د لوړ کیفیت غلې دانې وکرو او ډاډ ترلاسه کړو چې هرڅوک خوندي خواړه لري.