د کور او ښار جوړولو سرپرست سرپرست وزیر وایي چې د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې هغو کډوالو ته ځمکې ورکول کیږي چې له نورو هېوادونو را بلل کیږي. نوموړی وايي دمګړۍ په کندهار ولایت کې د ځمکې ویش روان دی. نوموړي په یوه مرکه کې د ښاري پلانونو اصلاح، د سړکونو او په لویو لارو کې د جوماتونو او د نورو ورته پروژو د چارو پیلول په تېرو درېیو کلونو کې د دغه وزارت له لاسته راوړنو ګڼي. حمدالله نعماني دغه راز ویلي، چې د دغه وزارت د ۸۰۰ پروژو چارې په تېر حکومت کې د فساد له امله لا هم په ټپه درېدلې دي. نوموړي ویلي، چې یاد وزارت د تیرو معیارونو له مخې کار کوي خو د ظرفیت په برخه کې له ستونزو سره مخ دی.