افغانستان/ د شانګهای سازمان غونډه
ایډي: 8384741
نېټه: د جولای 4/7، 2024
ځای: افغانستان او قزاقستان
موده: یوه دقیقه او شپږ څلوېښت ثانیې
سرچینه: (CCTV) او(CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-07-08 01:19
وروستی سمون: 2024-07-08 02:12
ویډیويي صحنې
افغانستان کابل، – نېټه نامعلومه (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ په سړکونو ترافیک
افغانستان کابل – د جولای ۷، ۲۰۲۴ (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۲ـ غږ (انګلیسي) د ستراتیژیکو مطالعاتو او څېړنو مرکز څېړونکی وحیدالله غازي خیل
قزاقستان استانه – د جولای 4، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۳ـ د شانګهای سازمان سرمشریزه روانه ده
۴ـ د چین ولسمشر د وینا پر مهال
۵ـ سکرین په استانه کې د شانګهای سازمان سرمشریزه ښيي
بشپړ خبر
افغان سیاسي شنونکي وحیدالله غازي خیل ویلي، تمه ده چې په افغانستان کې د بشري او سیاسي مسئلو په حلولو کې د چین د ولسمشر شي جین پینګ تمرکز د دغه هېواد د ستونزو په حل او سیمه ییز پرمختګ کې رغنده مرسته وکړي.
د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د شانګهای د همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې د چین ولسمشر شي جین پینګ په افغانستان کې د متنوع او ټول شموله سیاسي نظام او له دغه هېواد سره د لا زیاتې بشري مرستې غوښتنه وکړه.
په افغانستان کې د ستراتیژیکو مطالعاتو او څېړنو په مرکز کې لوړ پوړی ژورنالېست او څېړونکی وحیدالله غازي خېل د افغانستان او سیمې لپاره د ولسمشر شي جین پېنګ د څرګندونو په اهمیت ټینګار وکړ.
د چین (CGTN) تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ښاغلي غازي خېل وویل چې د امنیت شورا د غړي او د افغانستان د ګاونډي په توګه د شانګهای سازمان په غونډه کې د ولسمشر شي جین پینګ دریځ خورا مهم و. رئيس شي جين پينګ په افغانستان کې د ناورین د حل لپاره د بشري مرستو د اړتيا يادونه وکړه. غازي خېل ټینګار وکړ، چې باثباته افغانستان د سیمې او په ځانګړې توګه د ګاونډیو هېوادونو په ګټه دی. هغه له چين څخه وغوښتل چې د افغانستان په سياسي بهير کې لا فعاله ونډه واخلي او نور هېوادونه هم دې ته وهڅوي.
افغان شنونکي په بېلابېلو مسايلو کې د چين او نورو هېوادونو د مرستو ستاينه وکړه او هيله يې وښوده چې د دوی ګډون به د افغانستان له ثبات سره رغنده مرسته وکړي.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام سره وویل، چې د افغانستان په اړه په هره غونډه یا کنفرانس کې د ټولو ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول لکه روسیې، چین او په منځنۍ اسیا کې د سیمې هېوادونو ستاینه کوو چې تر اوسه یې افغانستان نه دی هېر کړی. دوی له افغانستان سره د سوداګرۍ، بشري مرستو او سیاسي پروسو په برخه کې د پام وړ مرسته کړې ده. چین او روسیه په امنیت شورا کې مهم رول لوبوي.
باوري یو چې یو بې ثباته افغانستان د سیمې او ګاونډیو لپاره ښه نه دی او د چین، روسیې او د منځنۍ اسیا هېوادونه په افغانستان کې مثبت رول لوبولی شي.
د ویلو وړ ده چې په ٢٠٠١ کال کې د چين په شانګهای ښار کې د شانګهای سازمان له پيل راهيسې، د یاد سازمان له شپږ غړيو له سيمه ييزې ډلې څخه د لسو بشپړو غړو، دوه څارونکو هېوادونو او ١٤ ډيالوګ شريکانو په لرلو سره يو نړيوال سازمان ته پراختيا موندلې ده.
د یادونې وړ ده چې د شانګهای همکارۍ سازمان ۲۴ مه سرمشریزه د پنجشنبې په ورځ د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې پای ته ورسېده. غونډه د استانې د اعلامیې او د ۲۵ ستراتیژیکو سندونو په تصویبولو سره پای ته ورسېده چې له انرژۍ څخه تر تروریزم پورې د مبارزې موضوعګانې پکې شاملې وې.