پنجشنبه, مارچ 19, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

شي جين‌پينګ او امام‌علي‌ رحمان: د افغانستان په اړه به په همکاريزو ميکانيزمونو کې ګډون وکړو

STR NEWS by STR NEWS
جولای 6, 2024
3 0
0
شي جين‌پينګ او امام‌علي‌ رحمان:  د افغانستان په اړه به په همکاريزو ميکانيزمونو کې ګډون وکړو
4
SHARES
16
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8384549.webm

ای‌ډي: 8384549

نېټه: د جولای 5، 2024

ځای: تاجکستان

موده: دوه دقیقې او دوه څلوېښت ثانیې

سرچینه: (CCTV)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-07-06 15:58

وروستی سمون: 2024-06-05 20:54

ویډیويي صحنې

تاجکستان دوشنبه، – د جولای 5، 2024 (CCTV)

۱ـ بېلابېل ګډ مطبوعاتي کنفرانس روان دی، د چین ولسمشر شي جین پینګ د وینا پر مهال

۲ـ د چین او تاجکستان ملي بیرغونه

۳ـ بېلابېل ګډ مطبوعاتي کنفرانسونه روان دي، د چین ولسمشر شي جین پینګ د وینا پر مهال

۴ـ د ګڼو ګډون کوونکو ستاینه

۵ـ ګڼ مطبوعاتي کنفرانسونه  روان دي رحمان د وینا پر مهال

۶ـ د چین او تاجکستان ملي بیرغونه

۷- ګڼ مطبوعاتي کنفرانسونه  روان دي رحمان د وینا پر مهال

بشپړ خبر

د چین ولسمشر شي جین پینګ  د تاجکستان له  ولسمشر امام علي رحمان سره د جمعې په ورځ د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د یو لړ مهمو مسئلو په اړه له بحث وروسته په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې راڅرګند شول.

ولسمشر شي جين پينګ چې وروستی ځل پنځه کاله مخکې تاجکستان ته تللی و، وويل چې د مرکزي اسيا هېواد ته د راستنېدو پر مهال يې د چين او تاجکستان د خلکو ترمنځ د ټينګې او تلپاتې دوستۍ احساس وکړ.

شي جين پينګ له امام علي رحمان سره خپلې خبرې ګټورې او له محتوياتو ډکې وبللې او ويې ويل چې دوی په نوې زمانه کې د هراړخيزو ستراتيژيکو  همکاريو د دوه اړخيزو اړيکو د پياوړتيا په اړه ګډه اعلاميه لاسليک کړه او د چين او تاجکستان د ګډې ټولنې د جوړولو په اړه یې هم موافقه وکړه.

  دغه راز په بېلابېلو برخو کې د ۲۰ څخه زیات همکاریز تړونونه لاسلیک شول، چې دا د دواړو خواوو تر منځ  اړیکو کې یو نوی پړاو په ګوته کوي او د همکارۍ لپاره نوي فرصتونه پرانیزي.

شي جين پينګ امام علي رحمان ته د دوه اړخيزو اړيکو په ټينګښت کې د هغه د غوره همکارۍ له امله د چين د ولسي جمهوريت د دوستۍ مډال ورکړ چې دا لومړی ځل دی چې له چين څخه بهر دغه جايزه ورکړل شوه چې له ولسمشر اما علي رحمان او خلکو سره د چين د خلکو ژوره دوستي څرګندوي.

 ښاغلي شي جین پینګ وويل، دواړه خواوې به دوستانه او متقابلې ګټورې همکارۍ پياوړې کړي، د خپلو ملي شرايطو سره سم د پرمختګ په لارو چارو کې به د يو بل ملاتړ وکړي او د خپل ملي حاکميت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ساتنه به وکړي.

شي جین پینګ زياته کړه چې چين به تل د تاجکستان يو باوري دوست، د اعتماد وړ شريک او نږدې ورور وي، پرته له دې چې نړيوال حالات څنګه بدل شي.

نوموړي وويل، دواړو خواوو موافقه کړې چې د کمربند او لارې پر لوړ کيفيت همکارۍ تمرکز وکړي، په هراړخيزه توګه د دواړو هېوادونو د پرمختيايي تګلارو د هماهنګۍ پياوړتيا ته وده ورکړي او د يو بل د عصري کولو له بهير سره مرسته وکړي.

 نوموړي  د خپلو خبرو په دوام سره وویل، چين چمتو دی چې له تاجکستان څخه د لوړ کيفيت لرونکي توليدات وارد کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو کيفيت او کچه لوړه کړي.

هغه وویل چې دواړو هېوادونو موافقه کړې چې  ارتباطي همکارۍ ژورې کړي او د ترانزیتي ټرانسپورټ د ودې په برخه کې د لا زیاتو امکاناتو څخه په استفادې سره د تاجکستان ملاتړ وکړي.

ولسمشر شي جین پینګ دغه راز  وویل چين او تاجکستان به د کانونو استخراج، کرنې، نوې انرژۍ، ډيجيټل اقتصاد، مصنوعي ځیرکتیا او برېښنايي سوداګرۍ په شمول په بېلا بېلو ساحو کې همکارۍ پراخې کړي او د خلکو تر منځ د کلتوري تبادلې او همکارۍ  به ژورې کړي چې د خپلمنځي دوستۍ د ټينګښت لپاره د خلکو ملاتړ لا پياوړی کړي. نوموړی زیاتوي، چې  د دواړو هېوادونو د ځوانانو، رسنيو او فکري بنسټونو ترمنځ د لا زياتې تبادلې او همدارنګه د ښځو چارو او ګرځندوی په برخو کې به د لا زياتو تبادلو ملاتړ وکړي.

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې چين او تاجکستان پلان لري چې د ترهګرۍ، بېلتونپالنې او افراطيت د درې ګونو قواوو د ځپلو لپاره امنيتي همکارۍ لا پياوړې کړي او د پولو د امنيت د ساتلو لپاره به کار وکړي او د دواړو هېوادونو په کورنيو چارو کې د درېيمګړي لاسوهنې پر ضد به په کلکه مخالفت وکړي. او د سيمه ييز امنيت او ثبات د ساتلو لپاره به همکاري وکړي.

نوموړی زیاتوي، دواړه هېوادونه به د افغانستان مسئلې په اړه ګډ کار ته دوام ورکړي، د افغانستان په اړه د همکاريو په ميکانيزمونو کې به ګډون وکړي. او د افغانستان موقت حکومت به دې ته وهڅوي چې ټول شموله حکومت جوړ کړي، د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره پرمختګ ته لومړيتوب ورکړي او  د ترهګرۍ او جرمونو سره  په کلکه مبارزه وکړي.

شي جين پينګ وويل، دواړو خواوو د چين او منځنۍ اسيا ترمنځ د همکارۍ د لاسته راوړنو په اړه ډېرې خبرې اترې وکړې او د چين او مرکزي اسيا د ميکانيزم د لا پياوړتيا لپاره يې چمتووالی څرګند کړ، هغه يادونه وکړه چې چين د شانګهای همکارۍ سازمان دوره يي مشري په غاړه اخيستې ده او رحمان ته يې بلنه ورکړې چې په راتلونکې  غونډه کې ګډون وکړي. او د دغه سازمان د راتلونکي پرمختګ لپاره د پلانونو په اړه بحث وکړي.

شي جين پينګ د نړيوال پيوستون او همکارۍ پر اهميت ټينګار وکړ او ويې ويل چې چين د يوې عادلانه او منظمې څو قطبي نړۍ او د اقتصادي نړيوال کېدو ملاتړ کوي چې ټولو ته ګټه رسوي. هغه له تاجکستان سره د نړيوال پرمختګ نوښت، د نړيوال امنيت نوښت او نړيوال تمدن په فعاله توګه د پلي کولو لپاره همکارۍ ته چمتووالی څرګند کړ. څو یاد نوښتونه د نړۍ د سولې او پرمختګ لامل شي.

په ورته وخت کې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان  په خپله وينا کې وویل، چې  تاجکستان ته د شي جين پينګ سفر د دوه اړخيزو اړيکو په تاريخ کې يو مهم پړاو دی چې په نوې زمانه کې به د چين او تاجکستان ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو د پرمختګ لپاره پياوړی نوی تحرک ورکړي.

نوموړي وویل، چين او تاجکستان ښه ګاونډيان دي او دوه اړخيزې اړيکې يې تل د متقابل تفاهم، متقابل اعتماد او متقابل ملاتړ پر بنسټ ولاړې دي، هغه زیاته کړه چې هغه او شي جين پينګ د دوه اړخيزو اړيکو د لوړې کچې له پرمختګ او د دوه اړخيزو اړيکو له ګټورو پايلو راضي دي. او دغه راز  د چين او تاجکستان د اړيکو د راتلونکي پرمختګ په اړه نوې موافقې ته رسېدلي دي.

ښاغلي رحمان د خپلې وینا پر مهال وویل چې د جمعې په ورځ لاسليک شوي سندونه به د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې عملي همکارۍ پياوړې کړي او زياته يې کړه چې هېواد يې د تاجکستان د صنعتي کېدو او عصري کولو د بهير د ګړندي کولو لپاره د چين د لا زياتې پانګونې هرکلی کوي.

هغه زیاته کړه، تاجکستان غواړي له چين سره امنيتي همکارۍ پياوړې کړي چې له ترهګرۍ، بېلتونپالنې او افراطيت سره مبارزه وکړي او د دواړو هېوادونو ګډ امنيت وساتي.

نوموړي وويل، تاجکستان غواړي چې د شانګهای همکارۍ سازمان او د چين او مرکزي اسيا د ميکانيزم په چوکاټ کې له چين سره نږدې اړيکې او همکارۍ وساتي، څو د سيمه ييزې سولې او ثبات لپاره مثبته مرسته وکړي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې روسیې ته ماته ورکړه
سپورت

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې روسیې ته ماته ورکړه

مارچ 18, 2026
شاهین: پاکستان ډيپلوماسۍ پرېښې او پوځي لاره یې نیولې
وروستی خبرونه

شاهین: پاکستان ډيپلوماسۍ پرېښې او پوځي لاره یې نیولې

مارچ 18, 2026
پنجشېر کې د اوبو رسولو ۸ شبکې جوړیږي
وروستی خبرونه

پنجشېر کې د اوبو رسولو ۸ شبکې جوړیږي

مارچ 18, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved