د هرات ولایت ځايي چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ٩ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یاد ولایت د رباط سنګي ولسوال رسنیو ته ويلي، چې دغه پېښه پرون مازدیګر د هرات _ تورغونډۍ پر لویه لاره په بغرچر سیمه کې د سراچه ډوله او ټېلر موټر د ټکر له کبله رامنځته شوې چې په کې ٣ تنه مړه شوي او ٦ نور ټپیان شوي دي. د پېښې ټپيان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي. د یاد ولایت ځایي امنیتي مسوولینو د دغې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودلې ده.








