سه شنبه, جون 17, 2025
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

افغان بزګرانو ته د پوهاوي اړتیا؛ د کرنې سکتور د پرمختګ لپاره یو حیاتي ګام

لیکنه: نوید عمر

STR NEWS by STR NEWS
جون 24, 2024
3 0
0
افغان بزګرانو ته د پوهاوي اړتیا؛ د کرنې سکتور د پرمختګ لپاره یو حیاتي ګام
5
SHARES
19
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په افغانستان کې کرنه د ډېرو خلکو د ژوند اساسي برخه ده، خو بیا هم زموږ بزګران په ډېرو برخو کې له ستونزو سره مخ دي. د کرنې په برخه کې د پوهاوي او زده‌کړو نشتوالی یوه لویه ستونزه ده چې ډېری افغان بزګران ورسره لاس او ګرېوان دي. په افغانستان کې اکثره بزګران بېسواده دي او معلوماتو ته لاسرسی نه لري.

دا حالت د بزګرانو لپاره د نویو تخنیکونو او پرمختللو میتودونو څخه د ګټې اخیستو خنډ ګرځي. د تېرو شلو کلونو په جریان کې حکومت د کرنې په برخه کې ډېر کار نه دی کړی، چې له امله یې بزګران په خپل حال پاتې دي. بهرنیو نادولتي موسسو چې په دې برخه کې یې مرستې کړي دي، هغه هم په ډېرو مواردو کې د امنیتي ستونزو او اداري فساد له امله بې ګټې شوې دي.

له همدې امله بزګران لا هم په لرغونو میتودونو او عنعنوي طریقو باندې بسنه کوي، چې دا نه یوازې د کرنیزو تولیداتو د کمښت لامل کېږي، بلکې د خاورې او اوبو سرچینو ته هم زیان رسوي. اوس چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی دی، نو اړینه ده چې حکومت او نادولتي موسسې دې برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

حکومت باید د کرنې په برخه کې د پوهاوي پروګرامونه پیل کړي او بزګرانو ته عملي روزنه ورکړي. دې پروګرامونو کې باید د نوو تخنیکونو او پرمختللو میتودونو په اړه بشپړ معلومات ورکړل شي، ترڅو بزګران وکولی شي خپل محصولات زیات کړي او د کورنیو اقتصادي وضعیت ښه کړي. بزګران باید په مختلفو برخو کې روزنه ترلاسه کړي، لکه د اوبو سم مدیریت، د خاورې د حاصلخېزې کولو تخنیکونه، د نباتاتو د ناروغیو او افتونو سره مبارزه، او د نوو تخمونو او نباتاتو کښت.

دې تخنیکونو او معلوماتو سره بزګران کولی شي خپل محصولات څو چنده زیات کړي او د خپلې ځمکې حاصلخېزي لوړه کړي. د پوهاوي پروګرامونه باید په محلي ژبو او ساده طریقه وړاندې شي، ترڅو بزګران په اسانۍ سره پوه شي او عملي یې کړي. د دې ترڅنګ، حکومت او نادولتي موسسې باید د بزګرانو سره د تخنیکي مرستو ترڅنګ مالي مرستې هم وکړي، ترڅو هغوی وکولی شي نوي تخنیکونه او وسایل وپيري او په خپلو ځمکو کې یې عملي کړي.

په دې برخه کې د ښځینه بزګرانو پاملرنه هم اړینه ده. په ډېرو کلیو کې ښځې د کرنې په برخه کې لوی رول لري، خو هغوی هم له زده‌کړو او پوهاوي څخه محرومې دي. باید ځانګړي پروګرامونه د ښځینه بزګرانو لپاره هم ترتیب شي، ترڅو هغوی هم وکولی شي د نوو تخنیکونو څخه ګټه واخلي او خپل تولیدات زیات کړي. د کرنې د پرمختګ لپاره باید علمي څېړنې او تجربې هم ترسره شي. پوهنتونونه او تحقیقاتي مرکزونه باید د کرنې په اړه نوي او پرمختللي میتودونه وڅېړي او بزګرانو ته یې وړاندې کړي.

دا به نه یوازې د بزګرانو د پوهاوي کچه لوړه کړي، بلکې د کرنیزو تولیداتو کیفیت به هم ښه کړي. د بازار موندنې پروګرامونه هم باید پیل شي، ترڅو بزګران وکولی شي خپل محصولات په مناسب قیمت وپلوري او خپلې اقتصادي ګټې زیاتې کړي. په پای کې، د افغان بزګرانو پوهاوی نه یوازې د هغوی خپل ژوند بهتره کولی شي، بلکې د ټول هیواد د اقتصادي پرمختګ او سوکالۍ لامل هم ګرځېدی شي.

نو په دې برخه کې باید ټول اړخونه خپل مسوولیتونه وپیژني او په ګډه کار وکړي ترڅو زموږ بزګران د یو روښانه راتلونکي په لور لاړ شي. حکومت، نادولتي موسسې، او محلي مشران باید لاسونه سره یو کړي او په ګډه د بزګرانو د پوهاوي لپاره هڅې وکړي. دا به نه یوازې زموږ د کرنې سکتور ته وده ورکړي، بلکې د ټول افغانستان اقتصادي وضعیت به هم ښه کړي او د بزګرانو ژوند به تغیر کړي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

اسراییلي پوځ د ایران د لوړپوړي پوځي قومندان د وژلو ادعا کړې
وروستی خبرونه

اسراییلي پوځ د ایران د لوړپوړي پوځي قومندان د وژلو ادعا کړې

جون 17, 2025
فرانس پریس: په منځني ختیځ کې د امریکا پوځیان په دفاعي حالت کې دي
وروستی خبرونه

فرانس پریس: په منځني ختیځ کې د امریکا پوځیان په دفاعي حالت کې دي

جون 17, 2025
د هېواد په ګوټ ګوټ کې د اختر په ورځو کې له ۲.۵ میلیونو زیاتو کورنیو سیلانیانو سفرونه کړي
د ټولنې هنداره

د هېواد په ګوټ ګوټ کې د اختر په ورځو کې له ۲.۵ میلیونو زیاتو کورنیو سیلانیانو سفرونه کړي

جون 17, 2025

Popular Playlist

Currently Playing

د هېواد په ګوټ ګوټ کې د اختر په ورځو کې له ۲.۵ میلیونو زیاتو کورنیو سیلانیانو سفرونه کړي

د هېواد په ګوټ ګوټ کې د اختر په ورځو کې له ۲.۵ میلیونو زیاتو کورنیو سیلانیانو سفرونه کړي

د هېواد په ګوټ ګوټ کې د اختر په ورځو کې له ۲.۵ میلیونو زیاتو کورنیو سیلانیانو سفرونه کړي

د ټولنې هنداره
په تېرو دوو میاشتو کې د افغانستان د برښنا په برخه کې ۸،۲ میلیارده افغانۍ پانګونه جذب شوې ده

په تېرو دوو میاشتو کې د افغانستان د برښنا په برخه کې ۸،۲ میلیارده افغانۍ پانګونه جذب شوې ده

ټکنالوژي
سږ کال په فراه ولایت کې د غنمو د حاصلاتو اندازه شاوخوا ۲۲۵ زره ټنه اټکل شوې ده

سږ کال په فراه ولایت کې د غنمو د حاصلاتو اندازه شاوخوا ۲۲۵ زره ټنه اټکل شوې ده

وروستی خبرونه
په کابل کې د عامې روغتیا وزارت له لوري پر نشه‌ يي توکو د روږدو کسانو درملنه روانه ده

په کابل کې د عامې روغتیا وزارت له لوري پر نشه‌ يي توکو د روږدو کسانو درملنه روانه ده

د ټولنې هنداره
په افغانستان کې د غزې د مظلوم ولس لپاره د عدالت چیغه

په افغانستان کې د غزې د مظلوم ولس لپاره د عدالت چیغه

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist