د فرانسې خبري اژانس په یوه راپور کې راغلي، چې په مکه کې د حج په مراسمو کې د تودوخې له امله د مړو شویو حاجیانو شمېر ۹۲۲ تنو ته رسېدلی دی. د راپور له مخې، د ګرمۍ له امله مړه شوي ۶۰۰ حاجیان مصریان دي. په راپور کې راغلي، نور مړه شوي حاجیان د اردن، اندونیزیا، ایران، سینیګال، تونس او عراق اوسېدونکي دي. د فرانسې خبري اژانس په خبره، تر دې دمه ۲۰ تنه اردني حاجیان لادرکه دي چې په اړه یې پلټنه روانه ده. د دغه اژانس د خبر له مخې، سږ کال ۱.۸ مېلیونه کسانو داسې مهال د حج فریضه ادا کړې، چې په مکه مکرمه کې د تودوخې درجه ۵۱.۸ درجې سانتي ګراد ته لوړه شوې وه. که څه هم سعودي عربستان د دغو مړو شویو کسانو شمېرې نه دي خپرې کړې؛ خو ویلي یې دي، چې ۲۷۰۰ حاجیان ګرمۍ وهلي دي.








