د بدخشان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولینو د یاد ولایت په یمګان ولسوالۍ کې د یوې غونډۍ د ښویېدو له امله ۶ تنو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست پېښو ته د رسيدګۍ آمر محمد کامګار ویلي، چې د یمګان ولسوالۍ د دره جوخان کلي اړوند په وني سیمه کې د یوې خاورینې غونډۍ د ښویېدو له امله یوه ښځه مړه او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي. د دغې پېښې ټپیان د یمګان ولسوالۍ روغتیايي کلینیک ته لېږدول شوي دي.