د خوست په ګربز ولسوالۍ کې د دوه سوه زره ډالرو په لګښت یو درې پوړیزه جومات ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د خوست ښاروالۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه ولایت مرکز کې هم د ۵۰۰ زره ډالرو په لګښت د یوه درې پوړیزه جومات جوړولو چارې پیل شوي. خبرپاڼه کاږي، دغه جومات د یوه قطري وګړي په مالي ملاتړ جوړیږي چې د ۵ زره لمونځ کوونکو د ځایېدو وړتیا به ولري.