د هېواد په جنوب کې د ګوزڼ پر ضد د مبارزې مسوولین وايي چې په پاکستان کې د ګوزڼ مثبتې پېښې او محیطي ویروس پر افغانستان مستقیم اغېز لري او دوی يې خپل لور ته د مخنیوي هڅې زیاتې کړي. د ګوزڼ پرضد د مبارزې مسوولین وایي چې پاکستان لاهم د ګوزڼ زیاتې پېښې لري چې په افغانستان کې د میلیونونو ماشومانو روغتیا ته لوی ګواښ پېښوي. د نړیوالو بشري ادارو د معلوماتو پر بنسټ په تېرو څو میاشتو کې تر ۵۰۰ زره زیات ماشومان له خپلو کورنیو سره له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي چې زیاتره يې د پاکستان له هغو سیمو څخه دي چې د ګوزڼ پېښې لري. په جنوب کې د ګوزڼ پر ضد د همغږۍ د مرکز مسوولین وايي چې د چمن – سپین بولدک ترمنځ د پولیو مخنیوي ته زیاته پاملرنه کیږي.