د ملګرو ملتونو بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا د عملیاتو او مدافع برخې رییسې، ادم وسورنو ویلي، افغانستان کې سږ کال ۲۳ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري. ادم وسورنو په یوه خبري ناسته کې ویلي، افغانستان کې پر زده کړو بندیز نږدې ۱.۴ میلیونه ښځې او نجونې زیانمنې کړې دي. هغې د افغان نجونو زدهکړو په اړه یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل، کابل ته په سفر کې یې د سرپرست حکومت له مسوولینو سره ناستو کې یې په دې اړه هم خبرې کړي دي.








