د لغمان ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز پورې اړوند د کتب زایو د هلکانو په ښوونځي کې یوه کس په خپل شخصي لګښت ۹ تدریسي خونې جوړې کړې دي. د مالوماتو له مخې په یادو خونو ۲ نیم میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی. د لغمان ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو دغه اقدادم ستایلی او زیاته کړې یې ده، چې دغه تدریسي خونې پر۲ جریبه ځمکه د ۵ میاشتو په موده کې جوړې شوې او زر تنه زده کوونکي به پکې زده کړې وکړي.