اروپایي ټولنې په بامیانو ولایت کې د دریو بهرنیو سیلانیانو او د هغوی د افغان ژباړونکي وژل کېدل په سختو ټکو غندلي دي. د دې ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ ادارې ویاندې نبیله مسرالي په یوې اعلامیې کې په سختو ټکو د دې کسانو د وژل کېدو غندلو تر څنګ د وژل شویو کسانو د کورنیو غړو سره خواخوږي ښودلې. د اروپایي ټولنې تر څنګ امریکا هم په بامیانو کې د دې کسانو په وژل کیدو خپګان ښودلی. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د وژل شویو او ټپي شویو کسانو د کورنیو غړو سره د خواخوږۍ څرګندولو تر څنګ ویلي چې تاوتریخوالی ځواب نه دی. سره له دې چې کورنیو چارو وزارت نه دي ویلي چې د بامیانو کې وژل شوي سیلانیان د کوم هېواد اتباع دي خو د هسپانیې حکومت د جمعې په ورځ په یوې اعلامیې کې ویلي چې وژل شوي کسان د هسپانیې اتباع وو.








