په بغلان کې تر ویجاړوونکو سېلابونو وروسته په غور، فاریاب، جوزجان، سرپل او بدخشان کې هم سېلابونو خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. د لومړنیو مالوماتو لمخې، په دې سېلابونو کې سلګونه کورونه، زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او سلګونه څاروي تلف شوي دي. تر دې مهاله د دغو سېلابونو له امله د ځاني زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي. په تېرو لسو ورځو کې دا درېیم ځل دی چې ویجاړوونکي سېلابونه د غور مرغاب ولسوالۍ کې رواتلي دي. د وروستیو مالوماتو له مخې، دغو سېلابونو کې د مرغاب ولسوالۍ یو اوسېدونکی مړ شوی او لسګونه کورونه ویجاړ شوي دي. زورو سیلابونو د بدخشان مرکز فیض اباد ښار، ارګو، راغستان، درایم او یاوان ولسوالیو کې هم پراخ زیانونه اړولي.