د سرپرست حکومت اداري مرستیال د پروسو اسانه کولو او هوکړه لیکونو په تړاو خبري ناسته کې ویلي، چې هېواد کې د برېښنایي حکومتولۍ د ودې لپاره هڅې روانې دي. نوموړي په دولتي ادارو کې د کاغذي سیستم په له منځه وړلو ټينګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې له برېښنایي سیستم سره به ځينې پېچلې پروسې اسانه او رونټیا به رامنځته شي. په دې خبري ناسته کې د چارو ادارې لوی رییس د پروسو د اسانه کولو او هوکړهلیکونو په تړاو ویلي؛ په ټولو کاري برخو کې د دولتي پروسو ساده کول او د روڼتیا رامنځته کول کولی شي د دولت او ملت لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي. نوموړي ویلي، چې د تېرو درېیو کلونو په موده کې د دولتي ادارو ګڼ شمېر پيچلې پروسې ساده شوي او لا هم په دغه برخه کې هڅې روانې دي.








