د کندهار د کرنې ریاست مسوولین وايي، سږ کال دې ولایت کې په شاوخوا ۲۰۰ هکتاره ځمکه هوږه کرل شوې، چې د اټکل له مخې به ترې یو زر او ۴۰۰ ټنه حاصلات راټول شي. د کرنې ریاست مسوولین وايي، که څه هم کندهار کې وروستیو ورښتونو زیانونه اړولي خو کال یې ابي کړی، چې له امله یې د هوږې په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله د پام وړ زیاتوالی راغلی. په ورته وخت کې یو شمېر کروندګر چې سږ کال یې هوږه کرلې وايي، چې تازه یې د هوږې د حاصلاتو راټولول پیل کړي، چې د تېر کال په پرتله به ډېر حاصلات ترلاسه کړي، خو دوی له مسوولینو څخه د بازار موندنې غوښتنه کوي.