د چین ایکولوژیک محافظت/پانګوونې
ایډي: 8376712
نېټه: وروستۍ
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او دري څلوېښت ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-05-14 11:04
وروستی سمون: 2024-05-14 16:06
ويډیويي صحنې
چین – دقیق ځای او نېټه نامعلومه ده (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ له د لندبلو، مرغانو، غرونو ويډیويي صحنې
۱ـ له هوا څخه د سمندر، ساحلي کرښې ويډیويي صحنې
۳ـ له هوا څخه د لندبلونو، غرونو ويډیويي صحنې
۴ـ بېلا بېل مهاجر مرغان
چین – وروستی (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۵ـ د سړک په اوږدو کې د موټرو څارنه
۶ـ ګڼ څېړونکي چې د موټرو د څارنې په برخه کې په کار کولو بوخت دي
۷ـ متحرکات چې د ایکولوژیکي څارنې سیسټم ښیې
۸ـ په عملیاتو کې بېلا بېل ډرون
چین – دقیق ځای او نېټه نامعلومه ده (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۹ـ له هوا څخه د ځنګلونوصحنې
۱۰ـ ګڼ الوتونکي مرغان
۱۱ـ ګڼې ونې
۱۲ـ د منګروو ځنګل بېلا بېلې ونې، شنې پاڼې، مرغۍ
۱۳ـ له هوا څخه د منګروو ځنګلونو ويډیويي صحنې، ګڼ مرغان د الوتنې پر مهال لیدل کېږي
میان یانګ ښار، د سیچوان ولایت، سویل لوېدیځ چین – نېټه نامعلومه (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱۴ـ په ځنګل کې لوی تي لرونکي حیوان ممل
ختیځ چین، د جیانګ سو ولایت یانچینګ ښار، – نېټه نامعلومه (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱۵ـ له هوا څخه د ایلکس حیواناتو صحنې
بشپړ خبر
چين د مهمو ملي ايکولوژيکي سيمو د ساتنې لپاره څه د پاسه ۹۰۰ میليارد يوان (چې شاوخوا ۱۲۴.۴۳ میليارده امريکايي ډالره کېږي) پانګونه کړې ده. دغه هڅې ۸۱۰ سیمو ته پراخې شوې چې ۴.۸۴ میلیونه مربع کیلومتره مساحت لري او د چین د ټولې ځمکې ۵۰.۴ سلنه برخه جوړوي
په ملي کچه ایکولوژیکي فعالې سیمې د چاپېریال په ساتنه کې مهم رول لوبوي، دغه راز د باد او شګو له امله د تخریب مخه نیسي، او د مختلفو نباتاتو او څارویو ساتنه هم کوي
په ملي کچه ایکولوژیکي فعالې ساحې د مهم ایکولوژیکي امنیت او خوندیتوب په توګه کار کوي چې د خاورې او اوبو محافظت، د باد مخنیوی او د شګو او د جغرافیایي تنوع محافظت ملاتړ کوي
د یادونې وړ ده چې له ٢٠٠٨ کال راهيسې د چين هېواد د مهمو ملي ايکولوژيکي فعاليتونو د تمويل لپاره تګلارې معرفي کړې دي
د ایکولوژي او چاپېریال وزارت او د مالیې وزارت له ۲۰ څخه ډېر اړوند مالي اقدامات صادر کړي چې د چاپېریال کیفیت، سازماني موثریت او د پروژو پلي کولو څارنه او ارزونه په بر کې نیسي
دغه راز د ایکولوژي او چاپېریال وزارت د ښې څارنې او ارزونې دقت ته وده ورکولو لپاره د ایکولوژیک چاپېریالي څارنې یوه شبکه جوړه کړه
د عکسونو ماهرین هڅه کوي چې اړوند پرمختللې ټېکنالوژي وکاروي څو د ځنګلونو، زرغونو ځمکو، اوبو او لندبلونو عکسونه واخلي. چې کولی شي د ایکولوژیکي ګواښونو او فرصتونو وړاندوینه وکړي، پداسې حال کې چې د سمدستي ګواښ سره مخ سیمو لپاره، ماهرین کولی شي د تحقیق لپاره د ډرون سیسټمونو څخه کار واخلي
د یادونې وړ ده چې د چين په کلیوالو کليدي ايکولوژيکي فعاليتونو کې د کیفیت کچه نسبت ښاري سیمو ته لوړه ده








