چین – د اوبو رسولو/کلیوالې سیمې
ایډي: 8376580
نېټه: د مې 7-8، 2024
ځای: چین
موده: دوه دقیقې او څلور ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-05-13 08:05
وروستی سمون: 2024-05-13 14:48
ویډیويي صحنې
ګویوان ښار، د نینګ شیا هوی کورواکه سیمه، شمال لوېدیځ چین – د مې 8، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د کلیو د اوبو رسولو د کیفیت د پراختیا په اړه ګڼ کنفرانسونه
۲ـ غږ (چینایي) د اوبو د سرچینو د وزارت د کلیو د اوبو د سرچینو او د اوبو د برښنا د څانګې مرستیال ، شو دیزی
سږ کال به موږ هڅه وکړو چې د کال په اوږدو کې د کلیو د اوبو رسولو د پروژو د جوړولو په برخه کې د سل ملیارد یوان (شاوخوا ۱۴.1 ملیارد امریکایي ډالرو) پانګونې بشپړې کړو. د ۲۰۲۴ کال تر پایه به په کلیوالو سیمو کې د پایپونو د اوبو د ننوتلو کچه لوړه شي. په ټول هیواد کې به ۹۲ سلنې ته ورسیږي.
د چین شمال لوېدیځ د ګویان ښار، نینګ شیا هوی کورواکه سیمه، – نېټه نامعلومه ده (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۳ـ له هوا څخه د ذخیرې ویډیويي صحنې
۴ـ د ذخیرې بېلا بېل ډولونه
د چین شمال لوېدیځ ګویان ښار د نینګ شیا هوی کورواکه سیمه- د مې 7، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۵ـ د استوګنې او د اوبو ورکولو نباتات
۶ـ د بېلا بېلو اوسیدونکو سبزیجات، لوښي مینځل
شمالي چین د هیبي ولایت، – نېټه نامعلومه ده (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۷ـ له هوا څخه د سیند ويډیويي صحنې
۸ـ له هوا څخه د اوبو د ساتنې پروژې چې تر کار لاندې دي
بشپړ خبر
د چین د اوبو او سرچینو وزارت په وینا، چين په کليوالو سيمو کې د اوبو د ښه والي په موخه څه د پاسه سل میليارډ يوان چې څه باندې ۱۴.۱ میليارډه امريکايي ډالره کېږي، پانګونه کوي. دغه راز د روان کال تر پایه، دوی غواړي چې په کلیوالو سیمو کې نږدې ټول کورونه او کاروبارونه د دوی ۹۲ سلنه، د نل لیکو اوبو پایپونه ولري چې پاکې اوبه په مستقیم ډول ورته ورسېږي.
د اوبو د سرچینو د وزارت د کلیو د اوبو د سرچینو او د اوبو د برېښنا د څانګې مرستیال شو دیزي وویل، سږ کال به موږ هڅه وکړو چې دغه پانګونه سږ بشپړه کړو.
د یادولو وړ ده چې د چين په کليوالو سيمو کې د پايپونو د اوبو د ننوتلو کچه په تېر ۲۰۲۰ کال کې له ۸۳ سلنې څخه په ۲۰۲۳ کال کې ۹۰ سلنې ته لوړه شوې ده.
دغه راز د مالیې وزارت او د اوبو د سرچینو وزارت به سږ کال د کلیو د اوبو رسولو د اوسنیو سیستمونو د ترمیم او ساتنې لپاره ۴ میلیارده یوان چې (شاوخوا ۵۶۴ میلیون امریکايي ډالره کېږی) نغدې ورکړي.
دغه وزارتونه به د هېواد په ۶۰ کلیوالو سیمو کې د اوبو د کمښت او د پایپ لاین د ناکافي ظرفیت د ستونزو د حل لپاره د اوبو د کوچنیو مقیاسونو او د لېږد د پروژو د جوړولو لپاره ۳ میلیارد یوان چې نیږدې ۴۲۳ میلیونه امریکایي ډالر کېږي، تادیه کړي.








