چین/مکسیکو-مستقیمه الوتنه/پیل
ایډي: 8376465
نېټه: وروستۍ
ځای: چین ، مکسیکو
موده: یوه دقیقه او درویشت ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-05-12 20:02
وروستی سمون: 2024-05-12 20:07
ویډیويي صحنې
چین – دقیق ځای او نیټه نامعلومه (CCTV)
۱ـ د چین د جنوبي هوايي شرکت الوتکې
۲ـ د چین د جنوبي هوايي شرکت الوتکه د الوتنې پر مهال
سویلي چین ،ګوانګډونګ ولایت، د شینزین ښار، – اپریل 2024 (CCTV)
۳ـ له هوا څخه د ښار د منظرو ویډیويي صحنې
د مکسیکو ښار، مکسیکو – نیټه معلومه نه ده (CCTV)
۴ـ د آزادۍ د یادګار فرښتې ، ترافیک
د مکسیکو ښار، مکسیکو – وروستی (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۵ـ غږ(هسپانوي) د هوايي چلند کارپوه خوان انتونیو جوس، (د څلورمې صحنې سره پیل کیږي)
نژدې ساحل چین او مکسیکو سره نږدې کوي. چینایي شرکتونه د نږدې ساحلي کولو پلوي دي او دوی غواړي چې په مکسیکو کې له خپلو فرعي شرکتونو سره مستقیم تماس ونیسي.
جنوبي چین ، د ګوانګډونګ ولایت د شینزین ښار، ، – سپتمبر 2023 (CCTV) د چینایي وګړو لپاره نه ده
۶ـ بېلا بېلې الوتکې
۷ـ د هوایی ډګر په ترمینل کې مختلف مسافر، په کاونټر کې چیک ان
د مکسیکو ښار، مکسیکو – وروستی (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۸ـ الوتکه د ښکته کېدلو پر مهال
۹ـ د مکسیکو ښار په هوایی ډګر کې ګڼ شمیر مسافر
بشپړ خبر
د شنبې په ورځ د چين د شينجيانګ او مکسیکو ښار ترمنځ د مستقيمې الوتنې کرښه پرانيستل شوه چې لاتينې امريکا ته د چين د لومړۍ مستقيمې مسافر وړونکې لارې په توګه به فعالیت کوي
د چين د (South China) هوایي شرکت د خبر له مخې، د دغې لارې پرانيستونکې الوتکه د شنبې په ورځ د بيجينګ په وخت په ۹ بجو د شينجيانګ له نړيوال هوايي ډګر څخه الوتنه وکړه او له ۱۶ ساعته الوتنې وروسته په مکسیکو ښار کې ښکته شوه
دغه لاره چې پرته له کوم څنډ څخه څه دپاسه ۱۴۰۰۰ کيلومتره نړیوال مزل لري د چين تر ټولو اوږده مستقيمه نړيواله الوتنه او د نړۍ له لسو تر ټولو اوږده الوتنه ده
د چین له میګا ښار څخه مستقیمه الوتنه به د سې شنبې او شنبې په ورځو کې وي ، او د مکسیکو ښار څخه بېرته راستنېدونکې الوتنه به شاوخوا ۲۱ ساعته وخت نیسي. دغه راز الوتکه به په تیجوانا ښار کې د یوازې تېلو لپاره درېږي
شينجيانګ د چين د ګوانګ دونګ – هانګ کانګ – مکاو د لوی خليج په سيمه کې يو لوی ښار دی چې په هېواد کې د تخنيک او نوښت يو مهم مرکز بلل کېږي. د هوانوردۍ کارپوه خوان انتونیو جوز په وینا، یو دلیل چې دوی دا نوې الوتنه پیل کړې دا ده چې د چینایي سوداګرۍ ډېر مالکان مکسیکو ته مستقیمو الوتنو ته اړتیا درلوده
دغه راز کارپوه جوز وویل چې دغه تګ راتګ چین او مکسیکو سره نږدې کوي. چینایي شرکتونه غواړي چې په مکسیکو کې له خپلو فرعي شرکتونو سره مستقیم تماس ونیسي
د مکسیکو د ګرځندوی صنعت کارپوهان وايي چې ډېری مسافر چې تمه کېږي شينجيانګ ته د نوې الوتنې لاره وکاروي د سیلانیانو پرځای به سوداګر وي








