روسیه/اوکرایین بحران/تازه
ایډي: 8376351
نېټه: د مې 10، 2024
ځای: روسیه؛ اوکراین
موده: یوه دقیقه او نهه ثانیې
سرچینه: د چین مرکزي ټلویزیون (CCTV)او (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-05-11 20:07
وروستی سمون: 2024-05-11 20:11
ویډيويي صحنې
ځای نامعلوم – د مې په 10، 2024 خپور شو (د روسیې د دفاع وزارت) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ بېلا بېل پوځي بریدونه روان دي ، د توپخانې بریدونه، عسکرو بار وړل
۲ـ بېلا بېلې جنګي الوتکې د الوتنې پر مهال پیلوټان په کاکپیټ کې
مسکو، روسیه – دسمبر 2015 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۳ـ د روسیې د دفاع وزارت د ودانۍ ، د روسیې ملي بیرغ
اوکراین، لیواو، – مارچ 12، 2022 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۴ـ د ودانۍ په سر د اوکراین ملي بیرغ
اوکراین، کیف، – 2018 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۵ـ د اوکراین د پارلمان بیلا بېلې ودانۍ
بشپړ خبر
روسیې د جمعې په ورځ وویل چې په تېرو شپږو ورځو کې یې د اوکراین د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي، په داسې حال کې چې اوکراین په همدې ورځ خبر ورکړ چې روسي ځواکونو د جګړې په اړه د دوی د تازه معلوماتو له مخې د اوکراین په خارکیف سیمه برید کړی.
دغه راز د روسیې د دفاع وزارت په وینا، د مې له ۵ څخه تر ۱۰ پورې، د روسیې وسله والو ځواکونو د اوکراین د انرژۍ په تاسیساتو، فابریکو، ریل پټلۍ او نورو مهمو هدفونو باندې د ۲۷ بریدونو لپاره پرمختللې وسلې او ډرون کارولي دي. سربېره پر دې، د خارکیف په سیمه کې دوې ملکي ساحې اوس د روسیې تر کنټرول لاندې دي.
بل خوا د اوکراين ولسمشر ولاديمير زېلېنسکي په همدې ورځ وويل، روسي ځواکونو د دغه هېواد په شمال ختيځ کې د روسيې او اوکراين پولې ته څېرمه د اوکراين پر دويم ښار خارکيف تازه بريد وکړ. د سیمه ییزو رسنیو راپورونه ښیي چې دې برید د جګړې نوې جبهه پرانیستله.
د اوکراین د دفاع وزارت تایید کړه چې د اوکراین وسله والو ځواکونو د روسیې بریدونه په شا تمبولي، په داسې حال کې چې جګړه اوس هم روانه ده خو تر اوسه د روسیې له خوا په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي شوې.
د جمعې په ورځ د سپینې ماڼۍ په یوه مطلب کې خپاره شوي، چې د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن د اوکراین لپاره د ۴۰۰ میلیون ډالرو دفاعي مرستې کڅوړه تصویب کړه چې پکې د جنګي موادو او پوځي روزنې مرستې شاملې دي.








