د ملګرو ملتونو عمومي مجمعې پرون د یوه پرېکړه لیک په تصویبولو سره دغه سازمان کې د بشپړ غړیتوب لپاره د فلسطین له حقونو ملاتړ وکړ. د ملګرو ملتونو دغې مجمعې یاد پرېکړه لیک کې له امنیت شورا وغوښتل څو د ملګرو ملتونو د ۱۹۴م غړي په توګه د فلسطیني دولت پر غړیتوب غور وکړي. تر دې وړاندې د اېرلنډ ملي ټلویزیون راپور ورکړی و چې اېرلنډ، اسپانیا او ځینې نور اروپایي هېوادونه به د روانې زېږیزې میاشتې په ۲۱مه د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني.








