د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، چې په افغانستان کې درې مېلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.
دغه پروګرام زیاته کړې، چې په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته له هرو درېیو ماشومانو یوازې د یو ملاتړ کولی شي. دغه سازمان همداراز لیکلي، چې د مرستو کمښت تر ټولو ډېر ماشومانو اغېزمنوي او په دې برخه کې دوامداره ملاتړ حیاتي دی. دغه پروګرام تېره میاشت ویلي و، چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ په کلینیکونو کې د تېر کال په پرتله د ناروغانو په شمېر کې درې برابره زیاتوالی راغلی او دغه وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.