د سوډان-چین/جور سیند پل
ایډي: 8375914
نېټه: د مې 6، 2024
ځای: جنوبي سوډان
موده: یوه دقیقه او شپږ دېرش ثانیې
سرچینه: (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-05-09 07:52
وروستی سمون: 2024-05-09 07:54
ویډیويي صحنې
سویلي سوډان جوبا، – وروستی ( (CGTN د چینايي وګړو لپاره نه ده
جوبا، سویلي سوډان – وروستی (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ له هوا څخه د جور سیند د پل ویډیويي صحنې
جنوبي سوډان، جوبا، – د مې 6،2024(CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۲ـ غږ (انګلیسي) په جنوبي سوډان کې د چین سفیر ما کیانګ
د پل له بشپړېدو وروسته، دا به د جور سیند د تیریدو لپاره وخت کم کړی، د دواړو غاړو خلک به سره وصل کړي، د کار فرصتونه به زیات کړي، او په سیمه ایز اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کې به نوی ژوند جذب کړي.
سویلي سوډان، جوبا، – نیټه معلومه نه ده (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۳ـ د وزو او ګڼو نورو حیواناتو رمه
۴ـ د چین د مرستو د پروژې بېلا بېل عکسونه، کارګران،ګڼ پلونه چې تر کار لاندې دي
سویلي سوډان، جوبا، – د می 6، 2024 (CGTN)د چینايي وګړو لپاره نه ده
۵ـ غږ (انګلیسي) د لوېدیځ بحر الغزال ایالت والي سارا کلیټو حسن (د څلورمې صحنې سره پیل کیږي)
موږ د سویلي سوډان او چین په دوستۍ کې د نوي پړاو شاهدان یو او زموږ ترمنځ د نږدې او ژورو اړیکو ښکارندویي کوي. نن ورځ د پرمختګ او سوکالۍ سمبول دی. زه ګورم چې ډیر نور شیان به وي چې موږ په ګډه ترسره کولی شو.
۶ـ د سپارلو مراسم روان دي
۷ـ بېلا بېل انجنیران خبرو ته د غوږ نیولو پر مهال او د یو بل سره د خبرو کولو پروخت
۸ـ غږ (انګلیسي) د سړکونو او پلونو وزارت وزیر سایمن میجوک میجک
زه دلته غوښتنه کوم چې موږ د پلونو د جوړولو بلې پړوا ته لاړ شو لکه څنګه چې تاسو په سمه توګه وویل چې دا پل د ورېښمو د لارې یوه برخه ده چې ختیځ افریقا د سویلي سوډان له لارې لوېدیځ افریقا سره نښلوي.
سویلي سوډان، جوبا – نیټه معلومه نه ده (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۹ـ په خټو سړک باندې د خلکو پیاده تګ او راتګ
بشپړ خبر
په سویلي سوډان کې په جور نومي سیند نوی بشپړ شوی پل د دوشنبې په ورځ د چین د سفارت لخوا په رسمي توګه پرانیستل شو.
دغه پل چې د هېواد لوېدیځ بهر الغزال ایالت کې موقعیت لري، ۲۴۰ متره اوږدوالی او ۱۴ متره پلنوالی لري چې ټولټال ۱۴۸۰ متره اوږدوالی سره ډیزاین شوی دی.
یاده دې وي چې چین د جور سیند په اوږدو کې یوازینی پل جوړ کړی چې ختیځ او لوېدیځ سویلي سوډان سره نښلوي. په سویلي سوډان کې د چين سفارت ژمنه کړې چې د سویلي سوډان د بنسټيزو تاسيساتو د پراختيا لپاره به لا زياتې مرستې وکړي.
دغه راز د سویلي سوډان په پلازمېنه جوبا کې په دغه مراسمو کې د چين سفير ما چيانګ پر دې ټينګار وکړ چې د ترانسپورت ښه پرمختللی صنعت د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د پرمختیا لپاره مهم دی.
ما چيانګ يادونه وکړه چې دغه سیمه ګټور جغرافيايي موقعيت، زياتو سرچينو او د پرمختګ بې ساري فرصتونه لري. خو د محدودو زيربناوو له امله يې اقتصادي توان محدود شوی دی.
نوموړي وويل چې د پله په بشپړېدو سره به د جور سيند څخه د تېرېدلو وخت ګړندی کړي، او دغه راز به د دواړو غاړو خلک سره وصل کړي، د کار زيات فرصتونه به رامنځته کړي او د ځايي اقتصاد او ټولنې پرمختګ به پياوړی کړي.
بل خوا د لوېدیځ بحرالغزل ایالت والي سارا کلیټو حسن وویل، د سړکونو او پلونو جوړول به د تلپاتې سولې لامل شي او د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې به مرسته وکړي.
هغې زیاته کړه، د دغه پل بشپړېدل د جنوبي سوډان او چين ترمنځ د دوستۍ په برخه کې يو ستر ګام دی او دا ښيي چې دوی څومره نږدې اړيکې لري سارا کلیټو حسن د سویلي سوډان او چين ترمنځ د راتلونکي همکارۍ په اړه خوشبينه ده او د زياتو فرصتونو وړاندوينه کوي.
په ورته وخت کې د سویلي سوډان د سړکونو او پلونو وزير سايمن وويل، د چين د تيان يوان شرکت لخوا جوړ شوی عصري پل به “د چين او سویلي سوډان ترمنځ زموږ د رښتينې او نه ټينګېدونکې دوستۍ سمبول وي.
دغه راز سایمن د پله جوړولو بل پړاو ته د پرمختګ غوښتنه وکړه، هغه په ډاګه کړه چې اوسنی پل د ورېښمو لارې یوه برخه ده چې ختیځ افریقا د سویلي سوډان له لارې لوېدیځې افریقا سره نښلوي.








