د ایران اټومي کنفرانس
ایډي: 8375713
نېټه: د می 6، 2024
ځای: ایران
موده: یوه دقیقه او نهه ثانیې
سرچینه: (CCTV)او (CGTN)
محدودیتونه: د چینایي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-05-08 08:51
وروستی سمون: 2024-05-08 08:55
ویډیويي صحنې
اصفهان، ایران – د می 6، 2024 (CCTV – له ایران څخه بهر د چینایي اصلي ټاټوبي/العربیه/فارسي ژبې تلویزیون سټیشنونو لپاره نه ده. په کلکه د BBC فارسی/VOA فارسی/منوټو تلویزیون/ایران نړیوال تلویزیون لپاره نه ده )
۱ـ د ۲۰۲۴کال د اټومي ساینس او ټیکنالوژۍ په اړه بېلا بېل نړیوال کنفرانسونه روان دي
۲ـ د ایران د اتومي انرژۍ د سازمان مشر محمد اسلمي وینا کولو پر مهال
۳ـ غږیز (فارسي) د ایران د اتومي انرژۍ د سازمان مشر محمد اسلمي، (په اوله برخه کې د څلورمې صحنې سره تړل شوی)
د اتومي انرژۍ نړیواله اداره (IAEA) سره د محافظت تړون او د اټومي وسلو د نه خپریدو تړون (NPT) په چوکاټ کې همکاري د ایران په ملي پالیسیو او ستراتیژیو کې یو لومړیتوب دی. ایران هیله لري چې د اتومي انرژۍ نړیواله اداره (IAEA)د یوه نړیوال سازمان په توګه، یو خپلواک رول ولوبوي او د سیاسي نفوذ او فشارونو څخه بې اغیزې پاتې شي.
ایران تهران – د می 6، 2024 (CCTV – له ایران څخه بهر د چینایي اصلي ټاټوبي/العربیه/فارسي ژبې تلویزیون سټیشنونو لپاره نه ده. په کلکه د BBC فارسی/VOA فارسی/منوټو تلویزیون/ایران نړیوال تلویزیون لپاره نه ده )
۴- د ښاربېلا بېلې برخې ، ترافیک؛ د ایران ملي بیرغونه
صحنې په غږ باندې پوښل شوې دي
ایران، اصفهان- د می 6، 2024 (CCTV – له ایران څخه بهر د چینایي اصلي ټاټوبي/العربیه/فارسي ژبې تلویزیون سټیشنونو لپاره نه ده. په کلکه د BBC فارسی/VOA فارسی/منوټو تلویزیون/ایران نړیوال تلویزیون لپاره نه ده )
۵-بېلا بېلې غونډې روانې دي
ایران تهران – د می 6، 2024 (CCTV – له ایران څخه بهر د چینایي اصلي ټاټوبي/العربیه/فارسي ژبې تلویزیون سټیشنونو لپاره نه ده. په کلکه د BBC فارسی/VOA فارسی/منوټو تلویزیون/ایران نړیوال تلویزیون لپاره نه ده )
۶ـ د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې عمومي رییس رافایل ګروسی
ایران – د می 6، 2024 (CCTV – له ایران څخه بهر د چینایي اصلي ټاټوبي/العربیه/فارسي ژبې تلویزیون سټیشنونو لپاره نه ده. په کلکه د BBC فارسی/VOA فارسی/منوټو تلویزیون/ایران نړیوال تلویزیون لپاره نه ده )
۷ـ د ایران د ملي بیرغ ، ترافیک
بشپړ خبر
د ایران هېواد د اتومي انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلمي د تېرې دوشنبې په ورځ د ۲۰۲۴ کال ذروي ساینس او ټېکنالوژۍ نړیوال کنفرانس د پرانیستلو په مراسمو کې وویل، د ذروي وسلو د نه خپراوي تړون (NPT) په ګډون د اړوندو نړیوالو تړونونو په چوکاټ کې به ایران د اتومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د ایران په مرکزي ولایت اصفهان کې د مې له ۶ څخه تر ۸ پورې یوه غونډه روانه ده چې د ۲۰۲۴ کال د سوله ییز اتومي پلانونو او د ذروي ساینس او ټېکنالوژۍ پلي کولو باندې تمرکز وکړي څو د خلکو هوساینې ته وده ورکړي.
بل خوا د ایران د اتومي انرژۍ د سازمان مشر ښاغلي اسلمي وویل، ایران به په شمالي او جنوبي ساحلي سیمو کې د اټومي انرژۍ تولید ته وده ورکړي دا په داسې حال کې ده چې د پاکې انرژۍ تولید او کاربن صفر خپراوي ته ۲۰۵۰ کال یو نړیوال هدف ګرځېدلی دی.
نوموړي ټینګار وکړ چې یاد ایراني سازمان به تر ۲۰۴۱ پورې د ۲۰۰۰۰ میګاواټه اټومي بریښنا تولید په خپله اجنډا کې شامل کړي.
د یاد سازمان مشر هیله څرګنده کړه چې د ملګرو ملتونو د اټومي څار اداره به د ایران د اټومي پروګرام په وړاندې د بهرني سیاسي نفوذ او فشار څخه خوندي او بې اغېزې شي.
د یادولو وړ ده چې په یاده غونډه کې د ایران د اتومي انرژۍ د سازمان مشر محمد اسلمي وویل د اټومي انرژۍ نړیواله اداره د اټومي وسلو د محافظت تړون (NPT) په چوکاټ کې همکاري د ایران په ملي پالیسیو او ستراتیژیو کې یو لومړیتوب دی. ایران هیله لري چې د اټومي انرژۍ نړیواله اداره به د یوه نړیوال سازمان په توګه، یو خپلواک رول ولوبوي او د سیاسي نفوذ او فشارونو څخه خوندي وي.
د دغه نړیوالې ادارې د تګلارو او قوانینو له مخې له دې څخه موخه دا ده چې له اتومي انرژۍ څخه به سوله ییزه استفاده کېږي.
تېره ورځ د دې نړیوالې ادارې عمومي مشر رافایل گروسي په کنفرانس کې د ګډون لپاره ایران ته رسېدلی او وروسته یې په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره کتلي. هغه غواړي په اصفهان کې له ایراني چارواکو سره د اټومي مسئلو په اړه خبرو ته دوام ورکړي.








