د راپورونو له مخې په بدخشان او فاریاب کې د تېرې ورځې ترافیکي پېښو له امله ۶ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي. د بدخشان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند رسنیو ته ویلي، چې د دغه ولایت په شهر بزرګ ولسوالۍ کې د سپرلۍ موټر سیند ته غورځېدلی چې له امله ۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او۳ نور ټپيان شوي دي. دغه راز د یو بل خبر له مخې، په فاریاب ولایت کې د یوه بس د چپه کېدو له امله د یوه کس د وژل کېدو او د ۱۳ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی. دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په هېواد کې ترافیکي پېښې زیاتې شوی، چې تر ډېره یې لامل د معیاري سړکونو نشتون او د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل شوی دی.